د پکتیا پوهنتون د انجینري پوهنځي تاریخچه
د پکتیا پوهنتون د انجینري پوهنځي تاریخچه:
په پکتیا پوهنتون کې، انجینري پوهنځی یونوی جوړ شوی پوهنځی ده، چې په ۲۰۱۰ م کال کې هغه وخت تاسیس شو چې د د ډیورنډ کرښې ها غاړې (پیښور) کې میشت آریانا پوهنتون د پخواني ولسمشرحامد کرزي په ځانګړي فرمان سره د افغانستان پکتیا ولایت ته را انتقال شو.
د پکتیا پوهنتون انجینري پوهنځی یو با اعتباره پوهنځی دی چې په سیمه کې د لوړو زده کړو وزارت تر چوکاټ لاندې کار کوي. په ۲۰۱۸ کال کې کابو ۵۵۰ محصلین په نوموړي پوهنځي کې لوړي زده کړه کوي. اوسمهال نوموړی پوهنځی د سیول ، مهندسي او برق انجینري څانګې لري . تر اوسه پورې یې یوازي له یوې څانګې (سیول ) څخه يې فارغان ورکړي او له دوو نورو برق او مهندسي څانګو څخه به هم په نږدي راتلونکې کې فارغان ولري. هرکال کابو 150 تنه هغه کسان نوموړي پوهنځي ته د دلوړو زده کړو وزارت له خوا د کانکور د ازموینې له لاري ور پیژندل کیږي چې د شمولیت معیارونه یې بشپړ کړي وي.
د ۲۰۱۸ کال له پیلیدو یې له سیول څانګې څخه ۵۲۱ تنه فازغان ټولنې ته وړاندې کړي دي، چې په سیمه کې یې ډیر شهرت موندلی، او د هیواد په بېلا، بېلو برخو
کې په خپل مسلک کي ځلیدلي دي
لرلید
د انجنیري پوهنځی پریکړه کړي چې د ۱۴۰۷ ل کال تر پایه پورې به د پایلو په بنسټ او محصل محوره زده کړیز سیستم په پلي کولو سره د معیاري ښوونیزو او څیړنیزو خدمتونو د وړاندي کولو په برخه کې د هیواد په کچه یو له غوره پوهنځیو څخه او اوسي.
ماموریت
د پکتیا پوهنتون د انجنیري پوهنځی د ځوان او تجربه لرونکو کادري غړو، معیاري تحصیلي سیستم او مجهز لابراتوار په لرلو سره د معیاری تحصیلي او څیړنیزو مهارتونو څخه برخمن مسلکي او مبتکرو انجنیرانو روزنې ته زمینه برابروي.
انجینری پوهنځي ستراتیژیک پلان.
پلان کاری وتطبیق پوهنځی انجینری ۱۴۰۳
.