پکتیا پوهنتون کتابتون په اړه لنډ مالومات

پکتیا پوهنتون کتابتون په اړه لنډ مالومات

د پکتیا پوهنتون عمومي کتابتون په ۱۳۸۳ کال کې د دې علمي بنسټ په جوړیدو سره رامنځ ته شو چې هغه مهال پوهنتون د پکتیا د عالي دارالمعلمین په تدریسي تعمیر کې خپلې چارې پرمخ وړلي.

دا کتابتون په لمړۍ کې تقریبأ ۱۲۰۰ ټوګه علمي کتابتونه درلودل چې اوس مهال دا تعداد ۲۴۰۰۰ ټوګه ته رسیږي.

 د عمومي کتابتون لومړنۍ مسؤل حضرت محمد میلمه یار وو چې اوس مهال تقاعد شوی دی، وروسته تر هغه عزیزالله خدایاران وو چې دی اوس مهال همدې پوهنتون کې د ترانسپورت مدیر دی، تر ده وروسته په ۱۳۸۹ کال کې هیواد منلی ددې کتابتون عمومی مسؤل په توګه په دنده و ګمارل شو چې د ۱۳۹۰ کال د کب میاشتې تر ۱۷ نیټې پورې همدلته دنده تر سره کوله چې دی اوس مهال د پکتیا پوهنتون د تحصیلي اسنادو (ډیپلوم او ټرانسکرپټونو) د برابرولو او ویش لوی مدیر په توګه دنده ترسره کوي، له یادې نیټې څخه وروسته د ازموینې په پایله کې  فولاد منلی د همدې کتابتون د لوی مدیر په توګه بریالی شو او تر دې مهاله په همدا مدیریت کې دنده ترسره کوي.

ددې کتابتون د بډاینې او غني کولو په برخه کې د ‌ډاکټر صیب یحی وردګ مرسته او همکاري د یادولو وړ ده.

اوس مهال د پکتیا پوهنتون عمومي کتابتون مناسب تعمیر د کتابتونو د ایښودو او د مراجعینو لپاره د مطالعې منظم ځای لري، دا تعمیر د UNDP موسسې لخوا په ۱۳/۰۴/۱۳۹۲ ل.ل کال کې جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد کتابتون د فزیکي کتابونو تر څنګ بریښنایې کتابتون هم لري چې په دې کتابتون کې څلویښت پایې کمپیوټرې او تر (۲۰۰۰) توګه پورې بریښنایې کتابتونه لري چې د پکتیا پوهنتون محصلین او استادان ورڅخه د خپلو علمي څیړنو او مالوماتو زیاتوالی په موخه ګټه اخلي.

 
 

د پکتیا پوهنتون بریښنایې کتابتون اa

دا چې د پکتیا پوهنتون عمومي کتابتون لپاره به په همدا نږدي کالونو کې یو مجهر او په عصري سیستمونو سمبال تعمیر جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي نو د کتابتون مسؤلین هم په پام کې لري تر څو ددې کتابتون د بډاینې لپاره د هیواد له هرې اکاډمیکي ادارې او مرستندویه موسسو څخه علمي او تحقیقي کتابتونه د مرستې په یو کمپاین کې راټول او د ګټه اخیستونکو چوپړ ته به یې وړاندې کړي.

د بریښنایې کتابتون د غني کولو په برخه کې به د پام وړ هڅې وشي په رسمي ساعتو کې به منظم او چټک انټرنیټ شتون ولري او دا کتابتون به د علمي او تحقیقي ویب ساټونو لیسټ چمتو کړي تر څو ګټه اخیستونکي وکولای شي په آسانه توګه خپل د اړتیا وړ مالومات تري تر لاسه کړي.

سږ (۱۳۹۸) ل. ل کال کې د پکتیا پوهنتون عمومي کتابتون لپاره به یو منظم او مجهز ډیټابیس جوړ او ګټه اخیستنې ته به وسپارل شي.

د کتابتون موخې:

دا چې هر پوهنتون یو اکاډمیک، علمي او د لوړو زده کړو ترلاسه کولو مرکز دی، دلته د لا ډیرو مالوماتو ترلاسه او زده کولو اړتیا لیدل کیږي، نو ځکه د کتابتون مسؤلین ځان مسؤله ګڼي تر څو ګټه اخیستونکو ته ددوی د اړتیا او غوښتنې وړ درسي او علمي کتابونه او مجلې او د مطالعې لپاره آرام او مناسب ځای برابر کړي.

چې په دې توګه به وکولای شو د ګټه اخیستونکو د زده کړو په لوړوالی کې به رغنده رول ولوبوو.

د پکتیا پوهنتون د عمومي کتابتون مسؤلین د رختصو ورځو پرته په ټولو رسمي ورځو کې د سهار د ۸:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو پوري د استادانو او محصلانو په خدمت کې وي.