د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري محصلانو ته د (یو سوال او یو ځواب) تر سرلیک لاندې ځانګړې زده کړه ییزه برنامه دائره شوه.

pu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۱۷
ms

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري محصلانو ته د (یو سوال او یو ځواب) تر سرلیک لاندې ځانګړې زده کړه ییزه برنامه دائره شوه.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال شوال المکرم میاشتې په ۱۸مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال حمل میاشتې له ۲۷ مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري محصلانو ته د (یو سوال او یو ځواب) تر سرلیک لاندې ځانګړې زده کړه ییزه برنامه دائره شوه.

په جوړه شوې برنامه کې چې د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم، محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک، اداري برخې یو شمېر آمرینو او د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو برخه درلوده، پیل یې د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د پروګرام او برنامې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ محصلان د علومو زده کړې او د دیني شعایرو عملي کولو ته وهڅول.

ښاغلي مسلم همدارنګه په خپلو خبرو کې محصلانو ته په خطاب کې وویل صورت او سیرت جوړول یو اساسي څه دي، چې د اسلام او نظام دواړو غوښتنه دی او عملي کول یې هم لازمي دي.

ورپسې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د کتاب او مطالعې پر ارزښت او د جوړې شوې برنامې پر اهمیت ګډونوالو ته مالومات ورکړل.

ښاغلي خپلواک د ناستې  برخوالو ته پر خپلو خبرو کې علوم د مسلمانانو میراث یاد کړ، خو د ده پر خبره ولې اوس مسلمانانو د دین دغې اساسي برخې ته چې د علوم حاصلول دي شا کړې او هغه خلک چې غیر مسلمان دي د علومو حاصلولو ته یې مټې رابډ وهلې.

ورپسې د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري ترتیب شوې پوښتنې له محصلانو څخه مطرح او  په وروستۍ برخه کې هغو محصلانو ته ډالۍ ورکړل شوې، چې په برنامه کې یې  پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS