د ۱۴۰۱ کال، جــوزا ۱۵ مـه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Mon, Jun 06 2022 11:46 AM
د ۱۴۰۱ کال، جــوزا ۱۵ مـه، پکتیا پوهنتون یکشنبه د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي لومړي ټولګي زده کــړیالانو ته د ښه راغــلاست او معرفت غــونډه وشوه. په دغو مــراسمو کې چې د پکتیا پوهنتــون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده، د کمپیوټر ساینس پوهنــځي رئیس پوهنمل ګلاب جان سجاد ، ددې پوهــنځي استـادانو او محصــلینو برخه درلوده، پیل یې د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو وشو. ناستې ته لــومــړی د کمپوټر ساینس پوهنــځي رئیس خــبرې وکړې، نوموړي برخوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنــګ په ټولنه کــې د علومــو پر ارزښت او خصوصا د ټکنالوژي په برخه کې د کادرونو پر اړتیا او ضرورت هر اړخیزې خبرې وکړې. وروسته د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د وطن پر ابادۍ کې د ځوانانو پر ارزښت بحث وکړ او په خبره یې اوس چې هیواد په بشپړ ډول اسقلال او خپلواکي لري، لازمه ده، چې د ابادۍ، پرمختګ او خدمت لپاره یې کار وکړو. د یادونې وړ ده، چـې د معـرفت او ښه راغــلاست دغــه ډول غونډې نویو زده کړیالانو ته د پوهـنتون او پوهنځي په اړه د یوه ښه فکــر انتقال او هغوی خپلو مسؤلیتونو ته د متوجې کولو په پار ترسره کیږي. نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 17 2025 10:28 AM
Background image

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د. . .

Thu, May 15 2025 9:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

BACK TO NEWS