د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۲۷ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Wed, Jul 20 2022 1:37 PM
a

د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۲۷ مه، پکتیا پوهنتون
دوشنبه د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.
ناسته د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې٬ چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال، مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محــمدي، پوهنځیو رئيسانو او استادانو پکې ګـډون درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمـل عبیدالله اخندزاده د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او لوی اختر مبارکي ویلو ترڅنګ د تېر سمستر د درسونو په ښه ډول پای ته رسېدو باندې خوښي وښوده.
پوهنتون رئیس ناستو ته  د غړو پر خپل وخت حاضریدلو او راتلونکو ازموینو کې پر لا شفافیت ټینګار وکړ.
محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال د ۱۴۰۱ کال پسرلني سمستر ازموینو لپاره د جوړې شوې کمېټې غړو لیست  د شورا د تائید په موخه د شورا غړو ته وړاندې کړ.
وروسته ناسته کې د علمي شورا د غړو ترمنـــــځ پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه: د پسرلني سمستر ازموینو د پیل پر نېټه، استادانو پر علمي ترفیعاتو، د علمي رتبو پر تثبیت ،د ځینو ډيپارټمنټونو د چارو پر انسجــــام او په اجنډا کې شاملــو نـــورو مــوضوعاتو بحث وشو او د یو شمېر مسایلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
ناسته د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 17 2025 10:28 AM
Background image

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د. . .

Thu, May 15 2025 9:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

BACK TO NEWS