د ۱۴۰۱ کال، وږي ۲۳ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Thu, Sep 15 2022 11:46 AM
a

د ۱۴۰۱ کال، وږي ۲۳ مه، پکتیا پوهنتون
د علمي شورا نوبتي ناسته د علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي تر رهبري لاندې وشوه.
ناسته کې چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال،  مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي پوهنځیو رئیسانو،  امرینو او استادانو برخه درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
لومړی د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: د کادري روغتون د پوره فعالولو هڅه کوي او ژر به د لوړو زده کړو وزارت او همکارو مؤسسو په مرسته ددې شاهدان واوسي،  چې کادري روغتون د ناروغانو او ناروغ لرونکو لپاره خپل خدامات په پوره توان پیل کړي.
ناسته کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال د شل فیصده ازموینو په اړه یو شمېر مسائل د علمي شورا له غړو سره شریک کړل.
وروسته د علمي شورا غړو ترمنـــــځ پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه: د استادانو پر علمي ترفېعاتو، علمي رتبو پر تثبیت ، د ځینو ډيپارټمنټونو د چارو پر انسجــــام او په اجنډا کې شاملــو نـــورو مــوضوعاتو بحث وشو، د یو شمېر مسایلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
ناسته د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 17 2025 10:28 AM
Background image

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د. . .

Thu, May 15 2025 9:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

BACK TO NEWS