د ۱۴۴۶ کال، ربیع الاول ۲۹مه، پکتیا پوهنتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نبوي سیرت د اخیستل شوې ازموینې پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.

pu_admin
Wed, Oct 02 2024 5:25 PM
b

چهارشنبه د ربیع الاول میاشتې په ۲۹مه، پکتیا پوهنتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نبوي سیرت د اخیستل شوې ازموینې پایلـــــــــــــــــــــــــــــې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.

په دغه مناسبت جوړې شوې ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون، پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ او یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

مراسمو ته د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د خبرو پر مهال د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې تل یې د ځوان قشر د روزلو لپاره هلې ځلې کړې او کوي یې.

ښاغلي حمدي همدارنګه د ازموینې ګډونوالو ته په خطاب سره ځوانان د ټولنې مهم قشر یاد کړ او ورڅخه یې غوښتنه وکـــــــــــــــــــــــــــــړه، چې د ټولنې او جامعې په جوړولو کې له دوی سره په ګډه رغنده ګامونه واخلي.

پوهنتون رئیس همدارنګه له دیني او نبوي ارشاداتو څخه خبرتیا او په ژوند کې د هغوئ پیاده کول ضروري یاد کړل، چې پر اساس یې د دنیا او اخیرت نېکمرغي په برخه شي.

همدارنګه د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاضي ثواب جان اسلام یار، د پکتیا دیني جامعې رئیس شیخ صاحب محمد اکبر فضلي او د پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس مفتي محمد عمر فضلي هم هر اړخیزې ویناوې وکړې.

مراسم د نبوي سیرت اخیستل شوې ازموینې غوره ګډونوالو ته د ډالیو پر وېشلو او دعايې ویلو سره پای ته ورسېدل.

نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 17 2025 10:28 AM
Background image

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د. . .

Thu, May 15 2025 9:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

BACK TO NEWS