پکتیا پوهنتون کې استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی دیني، علمي او فکري سمینار پیل شو.

pu_admin
Tue, Feb 18 2025 10:17 AM
da

پکتیا پوهنتون کې استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی دیني، علمي او فکري سمینار پیل شو.

یکشنبه د ۱۴۴۶کال، شعبان میاشتې په ۱۷مه، د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی دیني، علمي او فکري سمینار د دعوت او ارشاد آمریت ترچتر لاندې پیل شو.

د سمینار د پیل په مراسمو کې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د سمینار برخوالو استادانو او اداري کارمندانو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له ټولو څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې ورسره یې په درې ورځني دیني، علمي او فکري سمینار کې برخه اخیستې او ورڅخه یې غوښتنه وکړه، چې د شیوخو کرامو او علماء کرامو له لوري چې کوم سمینارونه او موضوعات وړاندې کیږي، په غور دې واوري او ورڅخه دې ډېر څه تر لاسه کړي، همدارنګه محصلینو او ټولنې ته دې د دغو موضوعاتو په رسولو کې هم پوره هڅه او هاند وکړي.

ښاغلي حمدي همدارنګه دا یو غوره فرصت یاد کړ، چې په یوه بشپړ ارام چاپېریال کې د دیني موضوعاتو او مسائلو د زده کولو لپاره سره راټول شوي یو او محترم شیوخ کرام او علماء کرام راته دیني، علمي او فکري موضوعاتو تشریح کوي، مونږ او تاسو یې په غور سره اورو.

پوهنتون رئیس همدارنګه د جوړ شوي درې ورځني دیني، علمي او فکري سمینار د ارزښت ترڅنګ د علـــــــــــــــــــــــــــــــــــــم او پوهې پر ارزښت هم د سمینار له برخوالو سره پوره مالومات شریک کړل.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم د ایمان پر تعریف او شعبو، په اسلام کې د ښځې پر مقام، حقوقو، واجباتو او په ځانګړي ډول د ښځو پر حجاب، اخلاص، زهد، تقوا او د نیت اصلاح، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سنتو اتباع، اهمیت یې، همدارنګه د ږیرې اهمیت او منزلت په اسلام کې موضوعات د شیخ صاحب احمد جان اخندزاده او مفتي صاحب محمد عمر فضلي له لوري ارایه او په اړوند موضوعاتو کې د ګډونوالو پوښتنو ته لازم ځوابونه هم ورکړل شول.

Latest news

Thu, Jul 31 2025 11:00 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت له لوري د اړونده ادارو سره د ترسره شویو څېړنو د پایلو شریک کولو کنفرانس دائر شو.

د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت له لوري د اړونده ادارو سره د ترسره شویو څېړنو د پایلو شریک کولو کنفرانس دائر شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر. . .

Thu, Jul 31 2025 10:45 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون ستراتیژیک پلان د تدوین او څارنې کمېټې غړو د پوهنتون له رهبري سره د لومړۍ ربعې تطبیقي راپور شریک کړ.

د پکتیا پوهنتون ستراتیژیک پلان د تدوین او څارنې کمېټې غړو د پوهنتون له رهبري سره د لومړۍ ربعې تطبیقي راپور شریک کړ.

 چهار شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر. . .

BACK TO NEWS