انګليسي ژبې ډېپارټمنټ
انګليسي ژبې څانګه
تاریخچه:
انګلیسي ژبې او ادب څانګه د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې په۱۳۹۲ ل کال کې په فعالیت پیل وکړ. د څانګې لوموړی مشر پوهنیار ګل عالم عالم چې له ۱۳۹۲ څخه ۱۳۹۵ ل کال پورې د څانګې کارونه په مخ وړل، له هغه ورسته پوهنمل سیف الرحمن روهي د څانګې مشر وټاکل شوچې له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۰۴۱ کال پورېې د څانګې مسؤلیت تر سره کړ.
انګلیسي څانګه په دوه برخو (فري سرویس او داخل خدمت) کې زدکړیالان روزي چې تر ۱۳۹۷ ل کال پورې یې په دریو دورو کې ۱۳۰ تنه محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه د لیسانس په درجه وړاندې کړي.
د انګلیسي څانګې تعلیمي نصاب او ښوونیز پروګرام د اسلام د سپیڅلي دین له بنسټونو، د هیواد پالنې پاک حس په ساتلو، په علمي معیارونو برابر، د افغاني ټولنې د اړتیاوو له مخې رامنځته شوی.
د دې څانګې په تعلیمې نصاب کې درې ډوله مضامین (اختصاصي، مسلکي او عمومې) ځای پر ځای شوي دي، چې تدریس او زده کړه یې د څانګې زده کړیالانو لپاره اړینه ده. د نوموړې څانګې فعالیتونه په اته سمسترونو کې په منظمه توګه ترتیب کړي. د څانګې درسونه په عملي او نظري توګه تدریس کیږي.
ژبه د بشري پوهنو، فنونو او هنرونو د زده کړې بنسټیزه وسیله ده. پوهه، مهارت او تجربې د همدې وسیلې پر بنسټ په لیکلي او شفاهي ډول نورو ته لیږدول کیږي. انګیسي ژبه د ټیکنالوژي او نړیواله علمې ژبه ده چې تدریس یې په ښوونځیو، د ښوونکو روزنې عالي مرکزونو، لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو کې مهم او ارزښتناک رول لري.
ښوونکی د ښوونځي د زده کونکو په ښوونه او رزونه کې ټاکونکی رول لري، له همدې امله د زده کړې عملیه تر ډیرې اندازې پورې د ښوونې د وړتیا او سویې په درجې پورې اړه لري. په همدې موخه چې د هیواد، د لومړنیو، ثانوي او عالي ښوونځیو له پاره مو په اختصاصي، مسلکي او عمومي زده کړو سمبال ښوونکي ټولنې ته په واک کې ورکړي وي.
لرلید:
دانګلیس يژبې اوآدب څانګه غواړي چېټولنې تهد انګلیس ي ژبې په ر ه کې د اکیفیته ښوونیزو او څیړنیزو تګالرو پر مټ په نويو عصري، ټیکنالوژيکي ، میتودلوژيکي ، څیړنیزو ، علمي او عمليوړتیاوواوپهاسالمي اووطنيروحیه سمبال کادرونهوړاندې کړي. انګلیس ي څانګه هدانګلیس يژبې په علمي او عملي وړتیاوو سمبال ښوونیزو کادرونو پهروزلو سره په ټولنه کې یو آغېزناک ښوونیز او څېړنیز نسټ واوسي.
رسالت:
انګلیسي څانګه د رهبري، مسلکي پرمختګ له پاره ښوونيزه میتودولوژي، په مسلکې توګه د انګلیسي ژبې زده کړه، د انګلیسي ژبې او ادب د تدریس، اسلامي او ټولنیز کلتور سره سم رسالت ترتیب کړي. نوموړې څانګه د نوښتګر علمې برنامو، سیمنارونو او تحقیقي پروژو له لارې علمي پوهې ته پراختیا ورکوي.
د انګلیسي ژبې او اد ب څانګې د استادانو شهرت
| ګڼه | د تحصیل درجه | تحصیل رشته | د پلار نوم | نوم | 
 | |
| د څانګې آمر ۱۴۰۱- | ۰۰۹۳۷۶۶۷۰۷۰۲۷ | ماستر | ژبپوهنه | عبدالحمید | پوهنمل سیدالرحمن سیال | ۱ | 
| د څانګې د ویم آمر ۱۳۹۵-۱۴۰۱ | ۰۰۹۳۷۹۹۵۳۳۳۵۶ Saif.rohiafg@gmail.com | ماستر | نړیوال ادبیات | عبدالرحمن | پوهنمل سیف الرحمن روهي | ۲ | 
| 
 | ۰۰۹۳۷۷۴۳۲۷۳۳۰ | ماستر | نړیوال ادبیات | وکیل | پوهنیار بلال وزیري | ۳ | 
| 
 | ۰۰۹۳۷۷۷۵۵۸۹۷۰ | ماستر | TESOL | عبدالواحد | پوهنیار سیف الله مسلم | ۴ | 
| 
 | له دندې په ۱۳۹۸ ل کال کې استعفا ورکړې | ماستر | نړیوال ادبیات | عبدالواحد | پوهنیار عبدالبصیر زماني | ۵ | 
| 
 | وفات | ماستر | TESOL | سرورخان | پوهنمل شهزاد ګل احمدزی | ۶ | 
| د څانګې لومړی آمر ۱۳۹۲-۱۳۹۵ | تقاعد | لیسانس | انګلیسي ژبه او ادب | میر عالم | پوهنیار ګل عالم عالم | ۷ | 
دانگیسی څانګې کتالک لرلید او ماموریت لاندي لینک کي کتلای شي.