حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی

تاریخچه

حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی

د یوې ټولنې پرمختګ او همدارنګه د یوې هوسا او سالمې ټولنې د جوړیدو لپاره پوهه اوعلم ضروري دی تر څو د هغې ټولنې ټول وګړي وکولای شي پرته له کومې بې نظمی او ستونزو څخه ژوند وکړي او په دې ژوند کې د دوی ټول اساسي حقوق تأمین وي او همدارنګه اداري چارې په ښه شکل تر سره او ښه اداري او مسلکي کادرونه و روزل شي نو د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د پوهنتونونو او علمي مرکزونو رول او ارزښت ډېر اوچت دی پوهنتونونه به هغه وخت خپلو اهدافو کې بریالي وي چې اغیزمن پلانونه ولري. پلان او د پالیسي جوړول او همدارنګه داسې کادرونه روزل چې وکولای شي په ښه شکل سره د خپل هیواد لپاره پالیسي ګانې جوړې کړي. دا په دې معنی چې د یوې ټولنې د نظم د راوستلو او د بې نظمیو د مخنیوی لپاره مدبر، با کفایته مدیریت، غوره سیاستوال، قانون ته ژمن حقوق پوهان، څارنوالان او قاضیان  لومړنی شرط دی، چې پوهنتونونه د همدې ډول زده کړو ځای دی. چې د همدي موخي لپاره د پکتیا پوهنتون د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځي د لوړو زده کړو د محترم  وزارت داړونده قوانینو، مقرراتو، لوایحو او طرزالعملونوته په پام سره تردی مهاله په  دوه څانګو اداره او دیپلوماسی ، قضااوڅارنوالی  څلورکلنه تحصیلی دوره  کی دهیواد د حقوقی، سیاسی، اداری اوقضایی ارګانونو دښه پرمختګ اودقانون دحاکمیت د پلی کولو  لپاره مسلکي اوپه ملی روحیه سمبال ځوان کادرونه روزلي او دا لړي لا ادامه لري.

د دی لپاره چی د دغی پوهنځی په اړه هراړخیز معلومات ولرو نود مختلفوعناوینو په لړکی به په ترتیب سره لمړی د پوهنځی لرلید، رسالت، لنډه تاریخچه، ارزښتونه، د پوهنځی موخي، اداری تشکیلات اوځینی نورو موضوعاتوته به په مفصل ډول سره اشاره وکړو.

د پوهنځي لرلید (Vision):

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي دعلمی، څیړنیزو او تدریسي پروګرامونو د وړاندې کولو له لاری کار کوی تر څو په سیاسي او حقوقي لحاظ پیاوړي نظام رامنځته کړي.

د پوهنځي ماموریت (Mission):

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د تولې د اړتیاوو سره سم په حقوقي، عدلي، سیاسي او اداری برخو کی دهیواد د اداري او حقوقي نظام د بنسټونو د معیاري او مسلکي کیدو په موخه په علمی او څیړنیزو مهارتونو سمبال متخصص کادررونه روزي و تو لنې ته یې دخدمت لپاره وړاندې کوي .

د پوهنځي شالید:( (Historical Background of Faculty

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې د هېواد او سیمې د اړتیا پر بنسټ تأسیس او رامنځته شو د تآسیس له نېټې څخه راپدې خوا د بېلا بېلو پړاوونو په وهلو سره تر دې مهاله ډیر پرمختګ کړی دی، نوموړې پوهنځی اوس مهال دوه اړونده څانګې لري چې د ادارې، دېپلوماسۍ ، قضاء او څارنوالۍ څخه عبارت دي په یادو دوو بېلا بېلو څانګو کې نارینه او ښځینه مسلکي کادرونه روزي چې تر دي مهاله (۱۳۹۷هـ ش) کال پوري پنځه (۵) دوري فارغ شوي چې د یادو(۵) دورو په ترڅ کې یې تردې مهاله (۳۸۷) تنه مسلکي کادرونه فارغ کړي دي.

څرنګه چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پکتیا پوهنتون  یو ځوان او نوی تأسیس شوی پوهنځی دی نو په پیل کې د پکتیا پوهنتون د څو تنو قراردادی استادانو په ګډون د شیخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په مرسته یې د تدریس چارې پر مخ وړل کېدې. پدې لړ کې د پوهنځي د اړتیا له مخې نور ځوان پوهنیز کادرونه چې دهیواد د مختلفو پوهنتونونو د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځيو څخه فارغ شوي د پوهنځي په تشکیل کې کادري غړي پدې موخه جذب شول تر څو یې اړتیا تر یوه بریده پوره شي.

له نیکه مرغه اوس مهال د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د ماسټرۍ  په کچه علمي او پوهنیز کادرونه لري چې د تدریس چارې یې د یادو کادرونو او نوموړو استادانو په ځانګړو هڅو په ښه ډول پرمخ وړل کېږي همدارنګه د پوهنځي د علمي کادرونو ترڅنګ په اداري برخه کې د تجربه لرونکي اداري پرسونل په درلودلو سره د پوهنځي اداري چارې هم په ښه او اغېزمنه توګه پرمخ روانې دي.

ارزښتونه:

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په راتلونکي کلونو کې لاندې کړنو ته په مختلفو کلونو کې ارزښت ورکوي:

  • د ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو ته پاملرنه.
  • داسي کادرونه ټولني ته وړاندي کول چې چې اسلامي، ملي او د ټولني اخلاقي معیارونو ته په تمامه معنی ژمن وي.
  • د هېواد په د ننه او بهر کې د ماسټرۍ د دورې پروګرام لپاره د استادانو معرفی کول.
  • د هېواد په د ننه او بهر کې د دکتورا د دورې پروګرام لپاره د استادانو معرفی کول.
  • د علمي او ټولنیزو سمینارونو او ورکشاپونو له لارې د استاذانو او محصلینو پوهنیزه کچه لوړول.
  • کریدت سیستم دودول.
  • د کریډټ سیستم تریننګونه دایرول.
  • په موجوده درسي نصاب باندې له سره غور او بحث د دیپارتمنتونو او علمي شوراګانو له لارې.
  • د داسې ودانۍ درلودل چې د کنفرانسونو او علمي غونډو، کتابتون، د اداري او چوپړیز پرسونل، تمثیلي محکمې او حقوقي کلنیک، د ډیبیټ او مباحثې او د اړتیا وړ نورې ځانګړې  مجهزې خونې ولري.
  • د انټرنیټ او پرمختللي ټکنالوژۍ امکانات برابرول.

د استا دانو، محصلانو او ادارې کارکوونکو لپاره د لنډ مهالو اموزشي (زده کړه يېزو) برنامو زمینه برابرول.

 

د پوهنځي موخې (Goals):

 هداف او موخې چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یې پر بنسټ رامنځته شوی په لاندې توګه په ګوته کوو:

  • د هېواد په کچه د ځوانو او مسلکي متخصصوکادرونو روزل.
  • په حقوقي، عدلي، سیاسي او ډېپلوماسۍ برخو کې په تیوریکي(نظری) او پراکتیکي(عملی) بڼه د محصلینو روزل.
  • دملی ارزښتونو اوګټو په نظرکی نیولوسره د نړیوالو اصولو سره برابر داسې درسی کریکولم تطبیقول کول چې تر ممکنه حده د بازار اړتیا پوره کړي.                                                                          
  • په ټولنه کې د حقوقي پوهاوي کچه لوړول.
  • په نړیوالو معیارونو برابرپه حقوقی ،سیاسی ،قضایی اواداری ساحوکی دخدماتو وړاندی کول.
  •  لوړاوعالي کیفیت سره په سیاسی ،اداری ،قضایی ،حقوقی اوجنایی برخوکی دتحصیلاتو زمینه برابرول.

 

د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځي پنځه کلن ستراتیژیک پلان لاندی لینک کی موجود دی.

https://shorturl.at/1VHYX

د حقوقو او سیاسي پوهنځي د ۱۴۰۳لمریز کال تطبیقي پلان د کلني تطبیق راپور په لاندی لینک کی کتیلی شی.

https://shorturl.at/FOz6S

د حقوقو پوهنخي بروشر، په پښتو ژبه د حقوقو پوهنځي مکمل ستراتیژی، پوهنځي لرلید او ماموریت، د پوهنځي د تطبیقی پلان د هیت د راپور، کتلاک په لاندی لینک کی موجود دی.

https://shorturl.at/XeZua