د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د موخو د تر لاسه کولو، د سالمې ادارې رامنځ ته کولو او کار اهل کار ته سپارلو په موخه پکتیا پوهنتون لاندې (۲) څلورم بست او (۱) اووم بست چې د 1399 کال تشکیل کی خالی او کمبود بست، آزادې سیالۍ له لاری دوهم ځل لپاره اعلان ته سپار
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د موخو د تر لاسه کولو، د سالمې ادارې رامنځ ته کولو او کار اهل کار ته سپارلو په موخه پکتیا پوهنتون لاندې (۲) څلورم بست او (۱) اووم بست چې د 1399 کال تشکیل کی خالی او کمبود بست، آزادې سیالۍ له لاری دوهم ځل لپاره اعلان ته سپاري.
1- د معلوماتی تکنالوژی (ویدوکنفرانس) عمومی مدیر څلورم بست (۱) تن
د کمارنی شرط ( د تحصیل سطح او تجربه )
تحصیلی رشته: په لاندو رشتو کی د لیسانس سند لرونکی (کمپیوترساینس؛ تکنالوژی معلوماتی مدیریت؛ انجینری کمپیوتر؛ نیتورکینک اوسافت ویر) د هیواد د ننه او بهر په نوموړو رشتو کی په لوړو تحصیلی درجاتو درلودونکی ته لومړیتوب ورکول کیږی او هم یو کلن کاری تجربه مرتبط د وظیفی سره ۤپه داخل یا بیرون دهیواد څخه.
2- د کادری روغتون د داخلی داکتر څلورم بست (۱) تن
د کمارنی شرط ( د تحصیل سطح او تجربه )
تحصیلی رشته: په لاندی رشته کی د لیسانس سند لرونکی (MD) طب د هیواد د ننه او بهر په نوموړی رشته کی په لوړو تحصیلی درجاتو درلودونکی ته لومړیتوب ورکول کیږی او هم یو کلن کاری تجربه مرتبط د وظیفی سره ۤپه داخل یا بیرون دهیواد څخه.
3- دوبی اووم بست (۱) تن
دشارت لست کیدو شرایط: 1- د تابعت تذکره لرل 2- د کار قانونی سن باید پوره وی 3- د کار وړتیا لرل 4- په تقاعد باندی معروض نه وی 5- په داخل او خارج د هیواد نه په کوم جرم اخته نه وی.
په شرایط برابر کسان کولای شي چې یاد بست ته د نوم لیکنې لپاره مشخصي فورمې د 10/1/1400 نیټې څخه تر 21/1/1400 نیټی پورې د پکتیا پوهنتون د بشري سرچینو لوی مدیریت او یاهم د اداري اصلاحات او ملکي خدمتونو پکتیا څانګې څخه تر لاسه کړي، د ډکولو او قانوني مراحلو طی کولو څخه وروسته دې د اعلان د پای له نیټې څخه د مخه دې پکتیا پوهنتون ته وسپاري.
شویقی موارد:
ج- (5) امتیازی نمرو د دریم او څأورم بستو او (3) امتیازی نمرو د اول اودوهم بستو کمارنی د کړنلاری په اساس د معلولیت لرونکی وګړی په هغه صورتیکه چی د معلولیت لرونکی شخص د اداری او د کار اجرا خنډ و نه ګرځی.
هـ: (5) امتیاز نمری د ښیځینه کارکوونکو د کمارنی د کړنلاری په اساس.