د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي  تاریخچه :

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي موخې او مرامونه

   سریزه:

   د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځی د اکاډمیک جوړښت له مخې داسې مرکز دی، چې د پوهنتونونو، د لوړو زده کړو مؤسسو، دارالمعلمینو او د پوهنې وزارت اړوند ارګانونو لپاره د ټولنیزو او طبیعي علومو لکه: ریاضي، فزیک، کیمیا، بیالوجي، تاریخ، اسلامي ثقافت، ارواپوهنې، پښتو ژبه او ادبیات، دري ژبه او ادبیات او انګلسي ژبه او ادبیاتو په برخه کې د لیسانس په کچه محصلان تربیه کوي. د ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو علمي او اکاډمیک کارونه پر تدریس سربېره د څېړنې، ژباړې او تالیف په څېر نورې علمي چارې هم سرته رسوي.   

   تاریخچه :

 د ښوونې او روزنې پوهنځی د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۳۸۳ل کال کې ایجاد او پرانیستل شو، چې په لومړی یې په عمومي توګه فعالیت کاوه، خو د پوهې او معاصرې ټکنالوجي له پرمختګ سره په ۱۳۸۶ل کال په دریو څانګو طبیعي علوم، ټولنیز علوم او ادبیات ووېشل شو.

          اوسمهال د ښوونې او روزنې پوهنځی د ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي، کمپيوټر ساینس، اسلامي ثقافت، تاریخ، جغرافیه، پښتو، دري او انګلسي ادبیاتو په برخو کې یوولس څانګې لري، چې په نوموړو څانګو کې مسلکي ښوونکي او پیاوړي کادرونه ټولنې ته وړاندې کېږي.

          د نوموړي پوهنځي آره موخه د لوړو زده کړو مؤسیسو، د ښوونکو د روزنې عالي مرکزونو او ښوونځیو لپاره پر پوهې او لوړو مهارتونو سمبالو او مسلکي ښوونکو روزنه ده. د ښوونې او روزنې پوهنځي له تأسیس څخه تر ۱۳۹۷ل کال پورې له مسلکي او ځانګړو مهارتونو سره دولس دورې فارغان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

  موخې :

  1. د هېواد د پوهنې او ټولنې له اړتیاوو سره سم د نوي ښوونیز نصاب د پلي کولو له لارې د ټولو محصلانو لپاره د کرېډيټ سیستم د نوې لایحې پر بنسټ د یوه بډایه او باکیفیته تعلیمي بنسټ رامنځته کول. 
  2. د مسلکي ښوونکو د روزنې لپاره د یوه داسې نوي نصاب معرفي کول، چې د نوې پوهې او ټکنالوجي له پرمختګ سره د تدریس د نویو میتودونو او تکنیکونو درلودونکی وي.
  3. د طرح شویو مفرداتو او کریډیټونو له تعداد سره – چې یو نړیوال سیستم دی – په بېلا بېلو رشتو کې د درسي کتابونو برابرول.
  4. د لوړو زده کړو وزارت له پالیسي او د وخت له غوښتنو او پوهنې وزارت د نوي نصاب له منځپانګې سره سم د نوي فرهنګ ایجادول.
  5. د هېواد لوړو زده کړو مؤسیسو، پوهنتون او ښوونې او روزنې پوهنځی په کچه د زده کړو د نویو ستراتيژیو ترویج.
  6. د هېواد د ښوونځيو فارغانو او مسلکي ښوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو په موخه د شپې پوهنځي او داخل خدمت پروګرامونو ایجادول.
  7. د هغو وګړو لپاره، چې پر شخصي یا دولتي کارونو بوخت وي یا د لانورو زده کړو او پوهنیزو مهارتونو د لوړولو لېوالتیا ولري.
  8. د لیسانس په کچه د تدریس په موخه د هېواد د لوړو زده کړو مؤسیسو، د ښوونې او روزنې پوهنځيو، د ارالمعلمینو او ثانوي ښوونځيو لپاره د مسلکي ښوونکو وړاندې کول.

د ښوونې او روزنې پوهنځی د هر کال په تېرېدو سره د پرمختیا او پراختیا په حال کې دی. د نوموړي پوهنځي محصلان د سهار، ماسپښین او شپې دریو وختونو کې په بېلا بېلو رشتو کې پر زده کړو بوخت دي. د یاد پوهنځي په تشکیل کې (۶۳) بستونه ځانګړي شوي دي. په تېرو کلونو ۱۳۹۱ل کې (۳۵) تنه، په ۱۳۹۲ل کال کې (۴۷) تنه استادان پر تدریس بوخت وو او په روان ۱۳۹۷ل کال کې د (۶۱) تنو استادانو نومونه د حاضري په کتاب کې شته، د پاتې (۲) تنو استادانو علمي دوسیې اداري پړاوونه طی کوي، چې دا هر څه د ښوونې او روزنې پوهنځي د چټک پرمختګ ښکارندويي کوي.