د ۱۴۰۱کال، جوزا ۸ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱کال، جوزا ۸ مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کـــرکټ سیالۍ پیل شوې.
د پـیل په مراسمــــو کې یې د پکتیا پوهـنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده سپورت د صحت ضامن یاد کړ او په خبره یې که څوک غــــواړي چې صحتمند واوسیږي منظم سپورت دي وکړي.
نوموړي د کــرکټ لوبغاړو ته سپارښتنه وکړه ، چې د لوبو پر مهال دي د لـــوبې ټول اصول او قوانین مراعت کړي، تر څو دغه لوبې د راتلونکو لوبو لپاره یو ښه اغاز واوسیږي.
د یادونې وړ ده، چې د کـــرکټ روانې لـــــوبې د اتو پوهنځیو (طب، کمپیوټر ساینس، انجینري، اقتصاد، ښوونې او روزنې، ادبیاتو، کرنې او حقوقو) ترمنـــځ ترسره کیږي، چې دولــــس ورځې به په برکې ونیسي.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت