د ۱۴۰۱ کال، ثور ۳۱ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۹:۴
a
د ۱۴۰۱ کال، ثور ۳۱ مه، پکتیا پوهنتون د پکـــــتیا پوهنتون اړوند معلوماتي ټکنالـــوژي لوی مرکز ته هره ورځ یو زیات شمېر زده کړیالان د معلـــوماتو د لټون په موخه مراجعه کوي. ددې مــرکز مســـــؤلین وائي هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ تنه زده کړیالان د معـــلــوماتو د لټـــــــون په موخـه یاد مرکـز ته مراجعه کوي، چې دوی ورسره د غوښتــونکو مــوضوعاتو او معلـــــــوماتو پر لټون او پیدا کولو کې پوره هڅه او کوښښ کوي. د احسان الله او سیــــدالرحمن په نــــــــــومونو دوه تـنـه زده کــړیـالان چـې د معلــوماتي ټـکنالوژي دغه مـرکز ته راغلي له شته امکـــــاناتو او خداماتو خـــوښ بریښي او په خبره یې هر وخت یې چې په انټر نیټ کې د معـلومــــــــاتو لټون ته ضرورت پيـدا شي، دوی او ملـګـري یې دغه مــــرکز ته راځي او د خــپلې خوښــې وړ معلومات پیدا کوي. بـل خــوا ددې پوهنتــون علـمې چـارو مرستیــــــال پوهنــمل سـیف الـرحـمن روهــي وايي د رهبــري ټوله هــڅه یې د زده کــړیالانو لپاره د زده کړو تر ټولو غوره او مناسب چـاپیریال رامنځته کول دي. د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۵
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

BACK TO NEWS