د ۱۴۰۱ کال، کب ۱۵مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۹:۶
a

د ۱۴۰۱ کال، کب ۱۵مه، پکتیا پوهنتون
نن دوشنبه په پکتیا پوهنتون کې د ۱۴۰۲ تحصیلي کال پسرلني سمستر د پیل په پار جوړ شویو مراسمو کې د والي مرستیال شیخ انعام الله صلاح الدین سربېره د بېلا بېلو دولتي ادارو مسؤلینو برخه درلوده.
مراسم د معمول سره سم د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شول، ورپسې د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده درنواستادانو، محصلینو او راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست وینا وکړه.
د پوهنتون رئیس د پوهنتون پر پیل خوښي څرګنده کړه، نوموړي له استادانو او د پوهنتون له کارمندانو څخه مننه وکړه، چې په سختو شرایطو کې یې له دوی سره مرسته او پوره همکاري کړې.
ښاغلي اخندزاده ۱۴۰۲ تحصیلي کال د تېر کال په نسبت ښه یاد کړ او په خبره یې په مالي برخه کې یې خود کیفائي رامنځته شوې.
همدارنګه د پوهنتون رئیس استادانو ته زېری ورکړ، چې ډېر ژر به په پکتیا پوهنتون کې د یوه دیني او علمي سمینار کوربانه وي.
ورپسې د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین د ټولنې په جوړښت کې د استادانو پر ارزښت او اهمیت مفصلې خبرې وکړې.
مرستیال والي له استادانو او محصلینو څخه وغوښتل چې هر څوک په هر ځای کې وي باید د هیواد او ټولنې جوړښت لپاره کار وکړو.
ښاغلي صلاح الدین له پوهنتون سره د ولایت مقام لخوا د بشپړې همکاري ډاډ ورکړ او په خبره څومره یې چې له وسه پوره وي، د پوهنتون له مسؤلینو سره به ددغه لوی تحصیلي نهاد د ستونزو په اواري کې مرسته وکړي.
همدارنګه په پکتیا کې د برېښنا رئیس شیخ انور شاه دینارخېل د علم او پوهې پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې.
د نوموړي په خبره نړۍ کې د انسان ارزښت ځکه تر نورو ژوندیو موجوداتو زیات دی ، چې علم او پوهه لري.

ورپسې د پکتیا  پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د ددې پوهنتون پر لاسته راوړنو او تدریسي بهیر خبرې وکړې.
مراسم د دعوت او ارشاد امر مولوي محمد خان روحاني له لوري د دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېدل.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیری

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۲۹
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۲۲مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له (۲۴)مې نېټې سره سمون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برېښنایي زده کړو کمېټې له لوري د پوهنتون استادانو ته ځانګړی سمینار دائر شو.

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برېښنایي زده کړو کمېټې له لوري د پوهنتون استادانو ته ځانګړی سمینار دائر شو.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۲۲مه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۴۹
Background image

د پکتیا پوهنتون فرهنګي او کلتوري کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون فرهنګي او کلتوري کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۲۱مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له (۲۳)مې نېټې سره سمون. . .

BACK TO NEWS