د ۱۴۰۱ کال، کب ۱۵مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۹:۶
a

د ۱۴۰۱ کال، کب ۱۵مه، پکتیا پوهنتون
نن دوشنبه په پکتیا پوهنتون کې د ۱۴۰۲ تحصیلي کال پسرلني سمستر د پیل په پار جوړ شویو مراسمو کې د والي مرستیال شیخ انعام الله صلاح الدین سربېره د بېلا بېلو دولتي ادارو مسؤلینو برخه درلوده.
مراسم د معمول سره سم د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شول، ورپسې د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده درنواستادانو، محصلینو او راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست وینا وکړه.
د پوهنتون رئیس د پوهنتون پر پیل خوښي څرګنده کړه، نوموړي له استادانو او د پوهنتون له کارمندانو څخه مننه وکړه، چې په سختو شرایطو کې یې له دوی سره مرسته او پوره همکاري کړې.
ښاغلي اخندزاده ۱۴۰۲ تحصیلي کال د تېر کال په نسبت ښه یاد کړ او په خبره یې په مالي برخه کې یې خود کیفائي رامنځته شوې.
همدارنګه د پوهنتون رئیس استادانو ته زېری ورکړ، چې ډېر ژر به په پکتیا پوهنتون کې د یوه دیني او علمي سمینار کوربانه وي.
ورپسې د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین د ټولنې په جوړښت کې د استادانو پر ارزښت او اهمیت مفصلې خبرې وکړې.
مرستیال والي له استادانو او محصلینو څخه وغوښتل چې هر څوک په هر ځای کې وي باید د هیواد او ټولنې جوړښت لپاره کار وکړو.
ښاغلي صلاح الدین له پوهنتون سره د ولایت مقام لخوا د بشپړې همکاري ډاډ ورکړ او په خبره څومره یې چې له وسه پوره وي، د پوهنتون له مسؤلینو سره به ددغه لوی تحصیلي نهاد د ستونزو په اواري کې مرسته وکړي.
همدارنګه په پکتیا کې د برېښنا رئیس شیخ انور شاه دینارخېل د علم او پوهې پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې.
د نوموړي په خبره نړۍ کې د انسان ارزښت ځکه تر نورو ژوندیو موجوداتو زیات دی ، چې علم او پوهه لري.

ورپسې د پکتیا  پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د ددې پوهنتون پر لاسته راوړنو او تدریسي بهیر خبرې وکړې.
مراسم د دعوت او ارشاد امر مولوي محمد خان روحاني له لوري د دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېدل.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیری

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۳:۱۲
Background image

۱۴۴۵ هـ. ق کال، رجب المرجب، ۸ مه، پکتیا پوهنتون

۱۴۴۵ هـ. ق کال، رجب المرجب، ۸ مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د دیني مدارسو د عالمیې، عالیې او خامسې درجو کلنۍ ازموینه پیل شوه.
د مـــــدارسو دغه کلنۍ ازموینې چې پکتیا کې یې د پکتیا. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۳:۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت یوه درې کسیز هیئت د پکتیا پوهنتون اړوند انجنیري پوهنځي له لابراتوار څخه د ارزونې په موخه ليدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت یوه درې کسیز هیئت د پکتیا پوهنتون اړوند انجنیري پوهنځي له لابراتوار څخه د ارزونې په موخه ليدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د راغلي هیئت د سفر او ارزونې موخه. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۳:۱
Background image

نوماند پوهنیار مولوي نعمت الله همت د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته د نوي مرستیال په توګه ور وپېژندل شو.

نوماند پوهنیار مولوي نعمت الله همت د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته د نوي مرستیال په توګه ور وپېژندل شو.

نن یکشنبه د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم له لوري نوماند. . .

BACK TO NEWS