د ۱۴۴۴ کال، شوال ۱۳مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۴:۵۷

پکتیا پوهنتون کې د رمضان جام تر نامه لاندې د فوټسال پیل شوې سیالۍ تېره ورځ پای ته ورسېدې.
د سیالیــو د پای په مراسمو کې چې د والي مرستیال شیخ انعام الله صلاح الدین د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده، د پوهنتون مرستیالانو ، استادانو او محصلینو برخه درلوده، د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شول.
لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یو سالم انسان په ژوند کې سپورټ پر ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي په پوهنتون کې د ځوانانو ترمنځ ورته سیالۍ خورا د پام وړ یادې کړې او پر خبره یې هڅه کوي، چې په پوهنتون کې امکاناتو او وخت ته په کتلو سره لا نورې لوبې هم په لاره واچوي.
ورپسې د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین خبرې وکړې، نوموړي هم ځوانان ورزش او لوبو ته وهڅول، د هغه په خبره د یوه مسلمان ځوان دنده دی، چې هره کار او کړنه یې پر اسلامي اصولو بنا او د خپلې ټولنې او جامعې خدمت پکې نغښتی و.
د یادونـــــې وړ دی، چې د فـــوټسال دغه سـیالۍ د روژې په مبارک میاشت کې د پوهنځیو تر منځ د رمضان جام تر نامه لاندې پیل شوې وې، چې وروستۍ پای لوبه یې د مامورینو او انجنیري پوهنځي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه،  چې بریا یې د مامورینو لوبډلې په برخه شوه.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS