پکتیا پوهنتون کرنی پوهنځی

 

پکتیا پوهنتون کرنی پوهنځی

پکتیا پوهنتون په ۱۳۸۲ لمریز کال کی ایجاد شو او له ایجاد سره سم پکی د کرنی پوهنځی پرانیستل شو، چی د څو کلونو په اوږدو کی یی د باغداری، اګرانومی، ځنګلونو او طبعی منابعو، حیوانی علومو، کرنیز اقتصاد، او د نباتاتو د ساتنی له څانګو څخه سلګونه کسان فارغ کړی دی، چی په بیلا بیلو ادارو او نهادونو کی په کار بوخت دی.

داچی په افغانستان کی د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره معاصری تکنالوژی او پوهی ته ضرورت دی نو د پکتیا پوهنتون، کرنی پوهنځی اداره او علمی کادرونه هم د خپل هیواد د خودکفایی، اقتصادی پرمختګ او نورو ملی اهدافو ته د رسیدو په خاطر فعالیت او هلی ځلی کوی.

 

د کرنی پوهنځی مرامونه:

۱ – ټولنی ته د مسلکی کسانو وړاندی کول

۲ – د هیواد اقتصادی پیاوړتیا

۳ – له دودیز حالت څخه عصری حالت ته د کرنی او مالداری د وضعیت بدلون

۴ – د هیوادوالو د ژوند ښه والی او سوکالی

۵ – د وزګارتیا مخنیوی او کاری زمینی برابرول

د کرنی پوهنځی موخی:

۱ -  د زده کړی مناسب چاپیریال رامینځته کول

۲ – ټولنی ته د مسلکی او علمی کادرونو وړاندی کول

۳ – د ټولنی اقتصادی پرمختګ

۴ – د کرنیز سکتور پیاوړتیا

۵ – د هیواد، سیمی او نړی په کچه د کرنیزو توکیو تولید او له کرنیز پلوه د ګران هیواد افغانستان ځان بساینه

۶ – له موجوده منابعو سالمه ګټه اخیستنه او د ژوند چاپیریال ساتنه

د کرنی پوهنځی اداره:

د کرنی پوهنځی د ريیس، مرستیال، ۳۹ علمي کادرونو، فارم، تدریسي او اجرائيه مدیرصاحبانو، لابرانت او يو تن شب باش  یو د فارم دهقان دوه ساتونکي او یو دروازه بان لرونکې دی کوم چې په خورا صمیمانه ډول هڅه کوي تر څو کارونه یې ښه منسجم واوسي.

ډاډه وایو چې د ادارې ټول پرسونل د کرنې پوهنځي د بهبود په هڅو کښې دي