د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د کارموندنې مشورتي بورډ نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د کارموندنې مشورتي بورډ نوبتي ناسته وشوه.
چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې لومړۍ، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې میاشتې له دوهمې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د کارموندنې مشورتي بورډ نوبتي ناسته وشوه.
د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د کارموندنې مشورتي بورډ نوبتي ناسته کې چې د محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک او د کمېټې غړو استادانو او کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
وروسته د بورډ په نوبتي ناسته کې له اجڼدا سره سم د څلورمو ټولګیو محصلانو ته د کارموندنې مهارتونو اړوند د ورکشاپ پر دائرولو او فارغ التحصیل محصلانو ته د کاري فرصتونو په پیدا کولو باندې بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.