پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دکتور سیدولي جلالزي د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مشر ښاغلی پوهنیار نور احمد شهیم سره په خپل کاري دفتر کې ناسته درلوده
پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دکتور سیدولي جلالزي د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مشر ښاغلی پوهنیار نور احمد شهیم سره په خپل کاري دفتر کې ناسته درلوده او د کانکور د ګډونوالو، راتلونکي سمستر ته د محصلانو په جذب او ځینې نورو مهمو مسایلو باندې خبرې وکړې. د پوهنتون رییس د پوهنتون په وروستي پرمختګونو او یو شمېر غوښتنو باندې هم ورسره بحث وکړ، چی د بشر حقوقو خپلواک کمیسیون مشر یې هم د همکاریو ډاډ ورکړ.
د محصلان چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار نقیب الله ځاځي د پوهنتون د محصلانو په شمېر او اسانتیاوو خبرې وکړې.
ناسته د دواړو ادارو کلکو همکاریو ته په ژمنې پای ته ورسیده.
درنښت