د پکتیا پوهنتون د انجینري پوهنځي تاریخچه

د پکتیا پوهنتون د انجینري پوهنځي تاریخچه:

په پکتیا پوهنتون کې، انجینري پوهنځی یونوی جوړ شوی پوهنځی ده، چې په  ۲۰۱۰ م کال کې هغه وخت تاسیس شو چې د د ډیورنډ کرښې ها غاړې (پیښور) کې میشت آریانا پوهنتون د پخواني ولسمشرحامد کرزي په ځانګړي فرمان سره د افغانستان پکتیا ولایت ته را انتقال شو. 

د پکتیا پوهنتون انجینري پوهنځی یو با اعتباره پوهنځی دی  چې په سیمه کې د لوړو زده کړو وزارت تر چوکاټ لاندې کار کوي. په ۲۰۱۸ کال کې کابو ۵۵۰ محصلین په نوموړي پوهنځي کې لوړي زده کړه کوي. اوسمهال نوموړی پوهنځی د سیول ، مهندسي او برق انجینري څانګې لري . تر اوسه پورې یې یوازي له یوې څانګې (سیول ) څخه يې فارغان ورکړي او له  دوو نورو برق او مهندسي څانګو  څخه به هم په نږدي راتلونکې کې فارغان ولري. هرکال کابو 150 تنه هغه کسان نوموړي پوهنځي ته د دلوړو زده کړو وزارت له خوا د کانکور د ازموینې له لاري ور پیژندل کیږي چې د شمولیت معیارونه یې بشپړ کړي وي.                                                                                                         

د ۲۰۱۸ کال له پیلیدو یې له سیول څانګې څخه ۵۲۱ تنه فازغان ټولنې ته وړاندې کړي دي، چې په سیمه کې یې ډیر شهرت موندلی، او د هیواد په بېلا، بېلو برخو کې په خپل مسلک کي ځلیدلي دي.