کرنیزاقتصاد او پرختیا څانګه
لرلید
د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه د مخکښې څانګې په توګه هڅه کوي، چې متخصص کادرونه وروزي او د ټولنې اړتیاوو ته په کتو اغېزمنې څېړنې او معیاري خدمتونه تر سره کړي.
ماموریت
د ټولنې او بازار اړتیا ته په کتو سره متخصصو کادرونو روزل. د علمي تجربو او مهارتونو پر مټ د کرنې سکتور علمي، عصري او پایداره کرنې لپاره هڅې تر سره؛ تر څو ټولنه، سیمه او هېواد د چټکې پراختیا، پایداره رفاه او خوراکي توکو په ډګر کې ځان بسیاینې لور ته رهبري کړي.
موخې
- د ټولنې لومړیتوبونو پر بنسټ د هغوئ د ستونزو په تشخیص او حل لارو موندلو کې هڅه کول.
- د کار بازار اړتیاوو په پام کې نیولو سره محصلانو ته د داسې مسلکي چاپېریال برابرول، او د اړونده علمي طرحو، آرونو او تیوريګانو لېږد او تطبیق کول.
- د موجوده سرچینو د ښه مدیریت او رهبري پر بنسټ د محصلانو شخصیت او ظرفیت لوړول.
- د کرنیز سکتور عصري کولو په پار بزګرانو او مالدارانو ته د مناسبې ټکنالوژي ورپېژندل او ترویجي خدمتونه وړاندې کول.
- بزګرانو او مالدارانو ته د ورکشاپونو او عامه پوهاوي له لارې د معلوماتو لېږدول.
- د خوراکي امنیت او مصؤنیت تامین په پام کې نیولو سره د کرنیزو او مالداري محصولاتو د تولید کچه لوړول.
- د علمي څېړنو او ترویجي کړنو په پام کې نیولو سره دوامداره پرمختګ رامنځته کول.
یاد لرلید او ماموریت د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې ( ۱۳) ګڼه پروتوکول ( ۱۴۰۲/۱۱/۲۹) نېټې علمي ناستې کې تائید دی
نوماند پوهنیار محمد معصوم حسین خیل
د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې آمر
د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې لنډه تاریخچه
کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه د یو تحصیلي واحد په توګه په ۱۳۸۷ هـ.ش کال، د کرنې پوهنځی په اډانه کې را منځته شوه. د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې په ۱۳۹۳ ل ل کال د لومړي ځل لپاره د کانکور ازموینې له لارې محصلان جذب کړل.
د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه د پکتیاپوهنتون د کرنې پو هنځی هغه تدریسي، څېړنیز، اداري او بنسټیز علمي واحد دی، د دې لپاره کار کوي چې څنګه محدودې سرچینې په موثر او مطلوب ډول د نباتي او حیواني تولید د لاسته راوړلو لپاره ځانګړې شي. همدارنګه د کرنیزو تولیداتو بازار موندنه، د کرنې د نویو روشونو خپرښت، احصایوي تحلیلونو، د ځېړنیزو پروژو مدیریت، تمویل، د کرنیز معاملاتو مدیرت، کلیوالي پراختیا، کرنیزې پلانګذارۍ او د فارم مدیرت اړوند فعالیتونه، د څېړنې او بزګر تر منځ د اړیکو ټینګښت او داسې نور اړوند فعالیتونه تر خپل پوښښ لاندې راولي. د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه د کریکولم مطابق د پوهې کچې او سويې لوړولو ته د زمینې په برابرولولو سره د زده کړیزو تطبیقاتو، زده کړییزو پروژو، سمینارونو او د زده کړیالانو او استادانو د کنفرانسونو د چارو پر مخ بولو ترڅنګ، د خدمتونو وړاندي کولو په موخه د علمي څیړنو چارې پر مخ وړل او تنطیمول په غاړه لري. یاده څانګه د زده کړو پلانونو او برنامو د ترتیب او کنترول سربیره د تحصیلي بورسونو، زده کړو برنامو او د دیپارتمنت د علمي کادر د غړو د علمي او څیړنیزو برنامو د مستحقو کارمندانو معرفي او د علمي کادر غړو د آثارو ارزونه، چې له نورو مراجعو څخه دیپارتمنت ته رالیږل کیږي هم له خپلو دندو څخه بولي.
دکرنیز اقتصاد اوپراختیا څانکی لینکونه
د کرنیز اقتصاد څانګې د ۱۴۰۳-۱۴۰۷ کال ستراتیژیک پلان
د کرنیز اقتصاد څانګې کتالوګ ۱۴۰۴
د کرنیز اقتصاد څانګې تاریخجه لرلید او ماموریت
د کرنیز اقتصاد څانګې ۱۴۰۴ کال بروشر
د کرنیز اقتصاد څانګې د کادري غړو نوی لیست
د کرنيزاقتصاد او پراختیا څانګی د علمي کادرغړي ( استادان) |
||
تحصيلي درجه |
نوم، تخلص اوعلمي رتبه |
شمېر |
ډاکټر |
پوهنمل دوکتور محمد داود احمدزی |
۱ |
ماستر |
پوهندوی محمودمهرووال |
۲ |
ماستر |
پوهنمل نجیب الله احمدزی |
۳ |
ماستر |
پوهنیار محمدایوب داودزی |
۴ |
ماستر |
پوهنمل محمدکریم احمدزی |
۵ |
لسانس |
پوهنمل محسن الله عرفان |
۶ |
لسانس |
پوهنیار عبدالودود نوري |
۷ |