د ژبو او ادبیاتو پوهنځی فارسي دري څانګه

د فارسي دري ژبې او ادب څانګه په پام کې لري چې د یوه معیاري سیستم د درلودلو په مټ او په اړوند برخه کې په ملي او نړیوالو اکادمیکو معیارونو برابر خدمتونه وړاندې کړي او د هیواد او منطقې په سطحه د یوه عالي او با کیفیته مقام څخه برخمن و اوسيږي.

 

مأموریت:

د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي فارسي دري څانګه د یو له مخکښو څانګو په عنوان د فارسي دري ژبې او ادب د تولید او ترویج  او همدا رنګه د ټولنې اړتیاوو ته په ځواب ورکونې ژمنه څانګه ده.ددې موسسې ماموریت د زده کړه ایزو ختدمتونو وړاندې کول او ټولنې ته څېړنیزې مشورې ورکول ددې ځانګې له مهمو ماموریتونو او دندو څخه دي.

 

 

موخې:

۱- دملي دیني او فرهنګي ارزښتونو ساتنه.

۲- متوازن او باکیفیته ښوونیزو او زده کړه ایز خدمتونو وړاندې کول

۳- د څانګې علمي او اکاډمیک پرمختګ او بډاینه، د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویل.

۴- د علمي کادرونو د ظرفیت لوړونې په موخه د شته او موثرو تحصیلي فرصتونو نه استفاده کول.

۵- د مطالعه د فرهنګ ټینکښت، په علمي، ادبي او فرهنګي برخو کې پراخ څیړنیز فعالیتونه.

۶- د فرهنګي، تحصیلي او علمي فعالیتونو څخه کلک ملاتړ.

۷- د شایسته سالارۍ د اصل مراعات او حساب ورکونه.

۸- د تعصب، تاوتریخوالي، اداري او  اخلاقي فساد مخنیوی.

۹- د ښو او زده کړه ایزو برنامو او فرصتونو ایجاد.

۱۰- د علمي او مسلکي کادرونو روزنه.

۱۱- د ښه نیت او همکارۍ پر بنسټ باندې د پوهنتون او نورو ملي او نړیوالو نهادونو سره نېک او دوستانه روابط لرل.