!د لمړي ځل لپاره پکتیا پوهنتون ته د علمي کادر د جذب او ازموینې اخیستنې صلاحیت ورکړل شو
د لمړي ځل لپاره پکتیا پوهنتون ته د علمي کادر د جذب او ازموینې اخیستنې صلاحیت ورکړل شو!
د لوړو زده کړو وزارت علمي معينيت شورا غونډه کې د پکتیا پوهنتون ته د علمي کادر د جذب او ازموینې د تفویض صلاحیت ورکړل شو. دا د پکتیا پوهنتون په تاریخ کې د یوه داسې نوي باب پرانیسته ده چې پر مټ به یې پکتیا پوهنتون د علمي کادر د جذب او ازموینې اخیستنې په برخه کې د نورو پوهنتونو له ستړولو څخه خلاص شي. زه د پکتیا پوهنتون د لمړي مسؤل په توګه د دې سترې لاسته راؤړنې مبارکي خپل زیارکښه ټیم، استادانو، محصلانو، پکتیا میشتو، په ملي شورا کې د دواړو مجلسونو استازو، ولایتي ادارې، ولایتي شورا، مدني ټولنو او ټولو هغو دوستانو ته چې پکتیا پوهنتون سره مینه لري وایم. دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له درانه او عالم علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د لوړو زده کړو وزارت له محترمې رهبرۍ، د پکتیا ولایت پخوانی والي او سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي، د پکتیا ولایت دروند والي محمد حلیم فدایي او ټولو هغو دوستانو چې په دې برخه کې یې همکاري کړي او ځان یې ستړی کړی د زړه له تله مننه کوم. د دې ستر احسان مو ځان پوروړی بولو. خوښ ژوند ولرۍ.
د شیخ زاید، ننګرهار او کابل پوهنتونونو له رهبري او مسؤلینو نړۍ مننه چې موږ ته یې په سختو حالاتو کې لاس راکړی وو او د ازموینو په اخیستلو کې یې راسره مرسته کړي وه.
لوی الله ج د په دې خاوره کې تلپاتې سوله راولي.
اداره