د پکتیا پوهنتون او ناروېژن کمېټې له لوري ګډه یا مشارکتي څېړنه پیل شوه.

د پکتیا پوهنتون او ناروېژن کمېټې له لوري ګډه یا مشارکتي څېړنه پیل شوه.
نن ۱۴۴۷/۲/۲ مې نېټې سره سمون لري د پکتیا پوهنتون او ناروېژن کمېټې له لوري په پکتیا ولایت احمدابا ولسوالۍ سیدخېلو کلي کې ګډه علمي څېړنه پیل شوه.
یاده څېړنه د پکتیاپوهنتون او ناروېژن کمېټې له لوري د کرنې اړوند د مڼو په امراضو کې ترسره کېږي.
یاده علمي څېړنه کې ناروېژن کمېټه د پکتیا پوهنتون سره یو ځای او څنګ په څنګ کار کوي تر څو په یاده ولسوالۍ کې د مڼو امراض وڅېړي.
په یاده څېړنه کې به د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي استادان او ورسره د ناروېژن کمېټې غړي ګډه همکاري کوي او په یاده برخه کې به آمراض څېړي.
د یادې څېړنې څخه تر لاسه شوې پایلې به د اړوند اداراتو سره د یو سمینار په ډول سره شریکېږي او اړونده اداراتو ته به یې پایلې سپارل کېږي ترڅو په دې برخه کې لازم قدمونه اوچت کړي.
په دې څېړنه کې د یادې سیمې اوسېدونکو هم برخه اخیستې ده او د پکتیا پوهنتون او ناروېژن کمېټې سره به یو ځای په د دې تحقیق په بشپړولو کې برخه اخلي.
یاده څېړنه د پکتیا پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت په هڅو د ناروېژن کمېټې سره یوځای دائره شوې ده، ترڅو د مڼو امراض وڅېړي او پایلې یې له مربوطه ادارو سره شریکې کړي.
د پکتیا پوهنتون رهبري او د علمي څېړنو معاونیت د ناروېژن کمېټې او احمدابا ولسوالۍ له اوسېدونکو څخه مننه کوي چې په دې څېړنه کې یې له پکتیاپوهنتون سره برخه اخیستې ده.