د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د پوهنتون له خدماتي کارمندانو سره د همغږي ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د پوهنتون له خدماتي کارمندانو سره د همغږي ګډه ناسته وشوه.
یکشنبه د ۱۴۴۶ کال رمضان میاشتې په ۲مه، د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د پوهنتون له خدماتي کارمندانو سره د همغږي ګډه ناسته وشوه.
ناسته کې لومړی د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي ټولو برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو .
ورپسې د پوهنتون مالي او ادري چارو مرستیال خدماتي کارمندانو ته د دوی پر مسؤلیت او پر ښه ډول ادا کولو مالومات ورکړل او له کارمندانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې خپل ورسپال شویو مسؤلیتونو ته هر وخت متوجې و اوسیږي او داسې دې ونکړي چې شکایت یې تر دوی یا معاونیت پورې رسیږي.
ښاغلي محمدي سره له دې چې د خدماتي کارمندانو کړنې او فعالیتونه چې یې ترسره کوي د قدر وړ وبلل خو غوښتنه یې دا وه، چې څومره امکان لري باید په کارونو کې له یو بل سره پوره همغږي او همکاري وکړي او په ښه ډول یې ترسره کړي.
ناسته د معمول سره سم د دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېده.