د پکتیا پوهنتون پر محصلینو د دعوت او ارشاد آمریت بروشور ووېشل شول.
چهارشنبه د روان هجري قمري کال محرم الحرام میاشتې په (۲۵)مه د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت اړوند د محصلینو د دعوت او ارشاد کمېټې له لوري محصلینو ته د عامه پوهاوي په موخه (په تحصیلي مرکزونو کې ناوړه دودونه او په ټولنه يې اغېزې) تر سرلیک لاندې بروشور ووېشل شول.