د ۱۴۰۰ کال، کب ۱۷مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Fri, Mar 11 2022 12:04 PM
a

د ۱۴۰۰ کال، کب ۱۷مه، پکتیا پوهنتون

نن سه شنبه د پکتیا پوهنتون په ریاست مقام کې د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

دغه ناسته د پکتیا پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې چې علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي، محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي، مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي ، د تضمین کیفیت امر دکتور پوهنمل نوراجان عاطف پوهنځیو رئيسانو او استادانو پکې ګډون درلوده، ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د قرانکریم څو مبارک ایاتونه تلاوت شول ، وروسته د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د درسونو جریان په اړه خوښي وښوده.

پوهنتون رئیس وویل استادانو باید پر خپل وخت تدریس ته حاضر شي او انجونې محصلین دي په بشپړ شرعي لباس کې پوهنتون ته راشي.

علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي هم د خپلو خبرو پر مهال د کیفیت لوړونې په موخه یو شمېر موضوعات مطرح کړل او په اړه یې د غړو ترمنځ مفصل بحث وشو .

وروسته ناسته کې پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه:د استادانو پر علمي ترفیعاتو، د علمي رتبو پر تثبیت ،انفکاک، د ځینو ډيپارټمنټو د چارو پر انسجام او په اجنډا کې شاملو نورو موضوعاتو بحث وشو، او د ځینو مسایلو په اړه ورستی تصمیم هم ونیول شو.

ناسته د پوهنتون رئیس لخوا د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 17 2025 10:28 AM
Background image

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د. . .

Thu, May 15 2025 9:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

BACK TO NEWS