د ۱۴۰۰ کال، کب ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sun, Mar 20 2022 12:40 PM
ab

د ۱۴۰۰ کال، کب ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون

نن شنبه د لوړو زده کړو وزارت یو لوړ رتبه پلاوی ددې وزارت د علمي معین دوکتور لطف الله خیر خواه په مشرۍ پکتیا پوهنتون ته په سفر راغلی وه.

په دې مناسبت د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې جوړو شو مراسمو ته لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده خبرې وکړې.

د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده له خپل اړخه د پکتیا پوهنتون په اړه پوره ډاډ ورکړ او په خبره یې داسي لويه ستونزه نشته چې دوی له ننګونو سره مخ کړي او کوچنۍ هغه به یې هم ژر حل شي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیر خواه د ناستې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل ټول افغانان د زده کړو حق لري او هیڅ څوک د چا د زده کړو پر وړاندې خنډ نشي جوړیدلی.

هغه له پوهنتونونو څخه څارنه خپل مسؤلیت یاد کړ او پر خبره یې په دې برخه کې پر هیچا د احسان بارولو حق نه لري.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په افغان نړیوال پوهنتون کې د ماسټري او دوکتورا پروګرامونو د پیلولو خبره هم وکړه .

د ښاغلي خیر خواه په خبره په ټولو پوهنتونونو کې د تعمیرونو او تجهیز په برخه کې ستونزې شته، خو د حل ژمنه یې وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS