د ۱۴۰۱ کال، تلې لومړۍ، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sat, Sep 24 2022 11:41 AM
a

د ۱۴۰۱ کال، تلې لومړۍ، پکتیا پوهنتون د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني پکتیا ته په خپل ســــفر کې د پکتیا پوهــــنتون له رئیـــــس پوهنمل عبیدالله اخندزاده، پوهنتون مرستیالانو، استادانو او محصلینو سره ولیدل. نوموړي له پکتیا پوهنتون سره د بشپړې همکاري ډاډ ورکړ او په خــبره یې هڅه کوي، تر څو د هیواد تحصیلي سیستم په نړیوالو معیارو برابر کړي. ښاغلـــــــــي حقاني په پکتیا پوهنتون کې د نیمګړو پروژو د بشپړولو ، کادري روغتون د تمویل او د زده کړیالانو ستونزو ته د رسېدو ډاډ ورکړ. د یادونې وړ دی، چې د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني د محصلینو په ديپلوماتیک تمثیل کې هم برخه واخیسته او د هغوی فعالیتونه یې وستایل. نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS