د ۱۴۰۱ کال، لړم ۸ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Wed, Nov 02 2022 1:54 PM

د ۱۴۰۱ کال، لړم ۸ مه، پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون مرستیالانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري په هغه جوړ شوي ویډیو کنفرانس کې برخه واخیسته چې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم پکې یو شمېر هدایت او لارښوونې د پوهنتونونو له مسؤلینو سره شریکې کړې. ښاغلي ندیم د پوهنتونونو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې او غوښتنې دې له دوی سره شریکې کړي، تر څو دوی حالاتو او امکاناتو ته په کتلو سره ورته مناسبې حل لارې ولټوي. د هغه پر خبره په پوهنتونونو کې دې زده کړیالان پوره فکري او مسلکي وروزل شي، نوموړي همدارنګه په پوهنتونونو کې شته مالي ستونزو ته په اشارې وویل هڅه به وکړي، تر څو له هرې ممکنې لارې وکولای شي په مالي برخه کې د پوهنتونونو ستونزې ور حل کړي.

نشراتو عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Nov 29 2022 11:26 AM
Background image

د ۱۴۰۱ کال، لیندۍ ۷مه، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال، لیندۍ ۷مه، پکتیا پوهنتون
د کـرنې پوهنځي له شـــپږو څانګو څخه ۲۳۰ تنه زده کـړیالان فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.
په دې مناسـبت جـــوړ شوي مـراسم چې د. . .

Tue, Nov 29 2022 11:22 AM
Background image

د ۱۴۰۱ کال، لیندۍ ۶مه، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال، لیندۍ ۶مه، پکتیا پوهنتون
د کـرنې پوهنځي استادانو او زده کـــړیالانو ددې پوهنځي د رئیس پوهنمل محمدګل عربزي په مشرۍ دچاپېریال ساتنې په موخه یو ورځنی کمپاین ترسره کړ.
ددې. . .

Thu, Nov 24 2022 10:01 AM
Background image

د ۱۴۰۱ کال، لړم ۳۰ مه، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال، لړم ۳۰ مه، پکتیا پوهنتون
د انجنیري پوهنځي له مهندسي څانګې څخه د لومړي ځل لپاره ۴۵ تنه زده کړیالان فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.
په دې مناسبت جوړو شویو. . .

BACK TO NEWS