د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۲۹ مه،  پکتیا پوهنتون

pu_admin
Wed, Jul 20 2022 1:46 PM
a

د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۲۹ مه،  پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي ته د ازاد رقابت له لارې دوو تنو بریالي شویو استادانو نوراغا وفا او امین الله ځدراڼ د ژوري هیئت په شتون کې د مقرري سمینارونه ارایه کړل.
په جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده نویو مقرر شویو استادانو ته د مبارکي ویلو تر څنګ پوهنتون یو علمي کور یاد کړ او په وینا یې څومره چې کیدای شي باید زده کړیالان علمي وروزل شي.
نوموړي په دې برخه کې د پکتیا پوهنتون د استادانو نه ستړې کیدونکې هڅې او کوښښونه وستایل او هغه یې د ټولنې اتلان یاد کړل.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Wed, Oct 02 2024 5:10 PM
Background image

د ۱۴۴۶ کال، ربیع الاول ۲۹مه، پکتیا پوهنتون پکتیا پوهنتون کې د مونوګراف او علمي راپور لیکنې سمینار دائر شو.

چهارشنبه د ربیع الاول (۲۹)مه په پکتيا پوهنتون کې د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت له لوري د کرنې پوهنځي د بېلا بېلو څانګو د څلورمو ټولګيو محصلینو ته د مونوګراف او علمي. . .

BACK TO NEWS