پکتيا پوهنتون د علمي څېړنو معاونيټ اړوند د علمي مجلې آمريت تر چتر لاندې د نشراتو کمېټې ناسته دائره شوه.

pu_admin
Wed, Aug 13 2025 1:54 PM

پکتيا پوهنتون د علمي څېړنو معاونيټ اړوند د علمي مجلې آمريت تر چتر لاندې د نشراتو کمېټې ناسته دائره شوه.

نن چهارشنبه چې د  ۱۴۴۷/۲/۱۹ مې نېټې سره سمون لري؛ د علمي مجلې آمريت تر چتر لاندې د نشراتو کمېټې ناسته ترسره شوه.

ناسته کې د نشراتو کمېټې مشر دوکتور عبدالوهاب حکمت تر څنګ د نشراتو کمېټې تولو غړو ګډون درلود.پيل يې د معمول سره سم د قران عظيم الشان په څومبارکو اياتونو سره وشو.

ياده ناسته کې د علمي مجلې آمر له غړو څخه مننه وکړه چې د نشراتو کمېټې په میاشتنیو نوبتي غونډو کې ځانونه حاضروي.

ناسته کې د غړو استادانو له لوري راغليو ترفيع دوسيو باندې بحث وشو او د لوړو زده کړو وزارت د لارښود سره مطابق یې یادې دوسیې و ارزولې او په اړوند یې لازمې پرېکړې ترسره کړې. ددې ترڅنګ د اجنډا سره سم په يو لړ نور موضوعاتو بحث وشو او په اړوند يې لازمې پرېکړې وشوې.

ناسته د دوعايې په ويلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS