پکتیا پوهنتون کې د نهه ګونو پوهنځیو محصلینو د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې.

pu_admin
Sat, Jul 27 2024 2:00 PM
a

پکتیا پوهنتون کې د نهه ګونو پوهنځیو محصلینو د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې.

شنبه د روان (۱۴۴۶) ه ق کال محرم الحرام میاشتې په (۲۱ )مه پکتیا پوهنتون کې د محصلینو د پسرلني سمستر ازموینې پیل شوې.

د پوهنتون محصلانو چارو سرپرست مرستیال نصرالله ظهیر چې د ازموینو له صحنو څخه یې لېدنه کوله، استادان وهڅول چې تر ممکنه حده پورې د محصلینو په ازموینو کې له شفافیت څخه کار واخلي، څو هر محصل د خپلې وړتیا پر اساس ازموینه ورکړي او ورکړل شویو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

ښاغلي ظهیر همدارنګه محصلین هم غوره مطالعې ته وهڅول څو پر مټ یې وکولای شي، خپلو هغو هیله ته ځان ورسوي، چې دوی یې تمه لري.

د یادونې وړ دی، چې د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونې سره سم نن شنبه د محرم الحرام میاشتې په (۲۱ )مه د هېواد په سرد سېره پوهنتونونو کې د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې.

نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Jul 07 2025 1:04 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته وشوه.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له ۱۵مې، سره. . .

BACK TO NEWS