ښه خبر د لومړي ځل لپاره پکتیا پوهنتون کې د علمي کادر جذب په موخه کادري ازموینه واخیستل شوه

pu_admin
Wed, Jul 14 2021 10:43 AM
e

ښه خبر!

د لومړي ځل لپاره پکتیا پوهنتون کې د علمي کادر جذب په موخه کادري ازموینه واخیستل شوه .

د نیکمرغه تیره ورځ دوشنبه د غبرګولې په ٢٤ مه پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې یو خالي کادري بست ازموینه په داسې حال کې په شفافه توګه او بریا سره واخیستل شوه، چې د پوهنتون رییس ښاغلي پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي، د علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور عبدالله احمدي، د محصلانو چارو مرستیال نقیب الله ځاځي د پوهنتون د ګمارنې او علمي ترفیعاتو کمیټې غړو ، اړوند پوهنځي رییس، څانګې آمر او د ازموینې لپاره ټاکلي شوي ژوري هییت غړو پکې ګډون درلود .

د ناسې په پیل کې د پوهنتون رییس ښاغلي دوکتور سیدولي جلالزي په خپل خطاب کې ددې لاسته راوړنې او د پوهنتون د معیاري کیدو د دغه ستر ګام په پورته کولو سره خوښې څرګنده کړه. نوموړي په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ازموینې د شفافیت او کار اهل کار ته د سپارلو په برخه کې لازمې او جدي سپارښتنې وکړې. همدارنګه نوماندانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د ازموینې پروسه به په تمامه معنی په شفافه توګه پر مخ وړل کیږي څو ددغه شفافیت له مخې پکتیا پوهنتون ددې باور تر لاسه کړي، چې د هېواد نورو پوهنتونونو سره هم د علمي کادر غړیو جذب او کادري ازموینې اخیستنې په برخه کې د لازمو مرستو په اساس وړ او اهل کادرونه جذب کړي.

د ناستې په دویمه برخه کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال د خپلې وینا په پیل کې وویل، چې پخوا پکتیا پوهنتون پدې برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخ وو، چې د علمي کادر غړو ګمارنې به یې کلونه کلونه وخت نیوه او د پوهنتون چارې به تل له خنډ او ځنډ سره مخ وې. وروسته ښاغلي احمدي له لورې د ازموینې پر پروسیجر رڼا واچول شوه او نوماندانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو د علمي کادر غړو د جذب لایحې ټولو موادو ته په پام سره به ازموینه او پاتې نورې چارې په پوره دقت او روڼتیا سره پر مخ وړل کیږي.

د ناستې په پای کې د لوړو زده کړو د علمي کادر غړیو د جذب لایحې او د پوهنتون داخلي طرزالمعل په اساس د نوماندانو د ازموینې لړۍ په پوره شفافیت سره پیل او بریا سره پای ته ورسیده .

دا په داسې حال کې ده ، چې پکتیا پوهنتون رهبري او ټول کاري ټیم ژمنه کوي ، چې د ازموینې پایلې به په پوره شفافیت سره اعلانیږي او هر هغه نوماند به په یاد بست کې د علمي کادر د غړي په توکه ګمارل کیږي، چې زیار او زخمت یې ګاللی وي

 

Latest news

Sat, May 17 2025 10:28 AM
Background image

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د. . .

Thu, May 15 2025 9:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

BACK TO NEWS