ښه خبر د لومړي ځل لپاره پکتیا پوهنتون کې د علمي کادر جذب په موخه کادري ازموینه واخیستل شوه

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۰:۴۳
e

ښه خبر!

د لومړي ځل لپاره پکتیا پوهنتون کې د علمي کادر جذب په موخه کادري ازموینه واخیستل شوه .

د نیکمرغه تیره ورځ دوشنبه د غبرګولې په ٢٤ مه پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې یو خالي کادري بست ازموینه په داسې حال کې په شفافه توګه او بریا سره واخیستل شوه، چې د پوهنتون رییس ښاغلي پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي، د علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور عبدالله احمدي، د محصلانو چارو مرستیال نقیب الله ځاځي د پوهنتون د ګمارنې او علمي ترفیعاتو کمیټې غړو ، اړوند پوهنځي رییس، څانګې آمر او د ازموینې لپاره ټاکلي شوي ژوري هییت غړو پکې ګډون درلود .

د ناسې په پیل کې د پوهنتون رییس ښاغلي دوکتور سیدولي جلالزي په خپل خطاب کې ددې لاسته راوړنې او د پوهنتون د معیاري کیدو د دغه ستر ګام په پورته کولو سره خوښې څرګنده کړه. نوموړي په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ازموینې د شفافیت او کار اهل کار ته د سپارلو په برخه کې لازمې او جدي سپارښتنې وکړې. همدارنګه نوماندانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د ازموینې پروسه به په تمامه معنی په شفافه توګه پر مخ وړل کیږي څو ددغه شفافیت له مخې پکتیا پوهنتون ددې باور تر لاسه کړي، چې د هېواد نورو پوهنتونونو سره هم د علمي کادر غړیو جذب او کادري ازموینې اخیستنې په برخه کې د لازمو مرستو په اساس وړ او اهل کادرونه جذب کړي.

د ناستې په دویمه برخه کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال د خپلې وینا په پیل کې وویل، چې پخوا پکتیا پوهنتون پدې برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخ وو، چې د علمي کادر غړو ګمارنې به یې کلونه کلونه وخت نیوه او د پوهنتون چارې به تل له خنډ او ځنډ سره مخ وې. وروسته ښاغلي احمدي له لورې د ازموینې پر پروسیجر رڼا واچول شوه او نوماندانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو د علمي کادر غړو د جذب لایحې ټولو موادو ته په پام سره به ازموینه او پاتې نورې چارې په پوره دقت او روڼتیا سره پر مخ وړل کیږي.

د ناستې په پای کې د لوړو زده کړو د علمي کادر غړیو د جذب لایحې او د پوهنتون داخلي طرزالمعل په اساس د نوماندانو د ازموینې لړۍ په پوره شفافیت سره پیل او بریا سره پای ته ورسیده .

دا په داسې حال کې ده ، چې پکتیا پوهنتون رهبري او ټول کاري ټیم ژمنه کوي ، چې د ازموینې پایلې به په پوره شفافیت سره اعلانیږي او هر هغه نوماند به په یاد بست کې د علمي کادر د غړي په توکه ګمارل کیږي، چې زیار او زخمت یې ګاللی وي

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د ۱۴۰۱ کال، جوزا دریمه، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال، جوزا دریمه، پکتیا پوهنتون پکتیا پــــوهنتون د ښــــــوونې او روزنــــې پوهنځي له لوري ددغه پوهنځي لومړي ټولګي محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه وشوه. په جوړو شویو مراسمو کې٬ چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۰:۱۰
Background image

د ۱۴۰۱ کال، جوزا لومړۍ، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال، جوزا لومړۍ، پکتیا پوهنتون پکتیا پوهنتون ته د ۱۴۰۰ کال کانکور له لارې بریالي شویو زده کړیالانو ته هره ورځ له ترتیب شوي مهال ویش سره سم په پوهنتون کې د محصل حقوق او مسؤلیت تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۹:۳۸
Background image

د ۱۴۰۱ کال، ثور ۳۱ مه، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال،  ثور ۳۱ مه، پکتیا پوهنتون
شنبه د افغانستان لپاره د یونیسف موسسې د پولیو برخې د عامه پوهاوي عمومي مسؤل ډاکټر شمشېر خان، د عامې روغتیا رئیس او د پکتیا پوهنتون رهبري په ګډه د. . .

BACK TO NEWS