زندگی نامه ریس پوهنتون

د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده لنډه پېژندنه!

akhundzadahobaid@yahoo.com

تليفون شميره: 0093767790600

پوهنمل عبیدالله اخندزاده لنډ ژوند لیک

پوهنمل عبید الله اخندزاذه د مولوي عبدالجلیل اخندزاده زوی د لوګر ولایت مرکز پل عالم د کنجک د کلي اوسیدنکی ده. په ۱۹۷۹م کال کې یې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، لومړنۍ او دیني زده کړې یې د مهاجرت پر مهال په کوزه پښتونخوا کې تر سر کړې. منځنې او د لیسې زده کړې یې د لوګر د پورک او کلنګار جهادي لیسه کې سرته ورسولې. په ۱۳۸۵ هـ ش کال کې د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته د کانکور له لارې بریالی شو، او په ۱۳۸۹ هـ ش کال کې له یاد پوهنځي د دیپلوماسي څانګې  څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ. ۱۳۹۷ هـ ش کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو اوسیاسي علومو د ماستري په برنامه کې شامل شو او په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې د ماستر سند تر لاسه کړ. نوموړې له ۱۳۹۰ هـ ش کال راپدیخوا د پکتیا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ادارې او دیپلوماسي  څانګه کې د علمي کادر د غړي په توګه دنده ترسره کوي. اخندزاده د تدریس تر څنګه د پکتیا پوهنتون کې د څانکې امریت، د پوهنځي ریاست چارې ترسره کړې، په مختلیفو کمیټو کې کار کړی، درسي کتابون یې لیکي. ۱۴۰۰/۸/۵ نیټه د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت لخوا د پکتیا پوهنتون د رئیس په توګه وټاکل شو.

په درنښت