د ۱۴۰۱ کال، کب ۷ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون اداري ناسته ددې پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي تر رهبري لاندې دائره شوه.
ناسته کې چې د بېلا بېلو شعبو اداري کارمندانو برخه درلوده، له معمول سره سم د قرانکرایم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه.
لومړی د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له اداري کارمندانو وغوښتل تر خپله وسه دې خپلو چارو ته پوره متوجې شي تر څو چارې یې پر خپل وخت او ښه ډول سره ترسره شي.
وروسته له اجنډا سره سم د پوهنتون پر سرسبزي، د پسرلني سمستر لپاره د چمتوالي او یو شمېر نورو مسائلو بحث ترسره شو، چې د ځینو موضوعاتو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت