د ۱۴۰۱ کال، حمل ۶ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۹:۲

پکتیا پوهنتـــــون کې د رهــبري شورا  نوبـــتي ناستـــه ددې پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې دائره شوه.

ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، بېلا بېلو څانګو امرینو او استادانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو. لومړی د پکتیا پوهنتــون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ګډونوالو ته د ښه راغـــلاست ویلو تر څنـــګ د پوهنځیو له رئیس صاحبانو څخه وغوښتل چې د استادانو او کارمندانو حاضري ته متوجې شي. نوموړي د استـــــادانو او کارمندانو پر خپل وخت دندو ته حاضري لازمه وګڼله او د رهبري شورا له غړو څخه یې هم وغوښتل چې پر خپل وخت باید ناستو ته حاضر شي.

همدارنګه ناستـــه کې د نیالـــګیو کــــېنولو لپاره کمپاین ته د چمتولي ترڅنګ پر یو شمېر نورو مسائلو هم بحث وشو او د ځینو موضوعاتو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.

ناسته د دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۸:۳۲
Background image

پکتیا پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:

اقتصاد پوهنځي؛

ادارې او تشبثاتو څانګه (۱) بست

 

کمپیوتر ساینس پوهنځی؛

معلوماتي سیستمونو څانګه (۱) بست

شبکې انجینري څانګه (۱) بست

 

ښوونې او روزنې پوهنځی؛

اموزش کمپیوتر څانګه (۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۷:۴۸
Background image

پکتیا پوهنتون کې د زون په سطحه د خصوصي پوهنتونونو او موسسو استادانو او کارمندانو ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د پروسې اړوند درې ورځنی ورکشاپ دائر شو

د تضمین کیفیت او عتبار ورکولو دغه ورکشاپ چې پکې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکرالله وحیدي، د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم او د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۴:۰
Background image

پکتیا پوهنتون کې د نهه ګونو پوهنځیو محصلینو د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د نهه ګونو پوهنځیو محصلینو د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې.

شنبه د روان (۱۴۴۶) ه ق کال محرم الحرام میاشتې په (۲۱ )مه پکتیا پوهنتون کې د محصلینو د پسرلني سمستر. . .

BACK TO NEWS