د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
Mon, Aug 25 2025 2:42 PM
sho

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې دوهمه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له درېیمې نېټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

جوړه شوې ناسته کې چې د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو او بېلا بېلو برخو آمرینو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د علمي شورا برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو تر څنګ پیلیزه وینا هم وکړه.

پوهنتون رئیس د علمي شورا پر چارو او فعالیتونو باندې چې څنګه کولای شي پر اساس یې چارې لا هم غوره او ګړندۍ شي د ګډونوالو سره مالومات شریک کړل، هغه همدارنګه د علمي شورا له برخوالو غوښتنه وکړه، هڅه او کوښښ باید دا وشي، چې په علمي شورا کې د استادانو د ترفیعاتو دوسیې په خورا ښه شکل سره وکتل شي.

ښاغلي حمدي د علمي شورا برخوال  استادان خپلو مکلفیتونو ته متوجې کولو او د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ترسره شویو پرېکړو  بشپړ تطبیق ته وهڅول او غوښتنه یې وکړه، چې د پوهنځیو له لوري یې باید  د تطبیق سلنه  د ریاست مقام سره پر خپل وخت شریکه شي.

پوهنتون رئیس د علمي شورا له ګډونوالو د کیفیت لوړاوي په برخه کې د چارو پر ښه ډول ترسره کولو غوښتنه هم وکړه، چې باید ټول پوهنځي او څانګې باید خپل کارونه په دې برخه کې لا ګړندي کړي او اړوند معاونیتونه دې هم په دې برخه کې خپلې لازمې کړنې ترسره کړي.

ورپسې د پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د محصلانو له لوري د ترسره شویو پروژو د پروپوزلونو پر جوړولو او  د محصلانو ترمنځ د رقابتي پروګرامونو پر جوړولو د علمي شورا له ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.

وروسته ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر یو شمېر موضوعاتو  لکه: د عملي زده کړو په موخه اړوند ادارو ته د محصلانو پر معارفي کولو، د څېړنو په برخه کې د لنډ مهاله کورسونو پر دائرولو، د محصلانو لپاره د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو او همغږي آمریتونو له لوري د دیني او علمي برنامو پر دائرولو، د استادانو د تقرر او ترفیعاتو پر دوسیو، د یو شمېر څانګو د چارو پر ښه انسجام کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS