د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت له لوري د اړونده ادارو سره د ترسره شویو څېړنو د پایلو شریک کولو کنفرانس دائر شو.

د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت له لوري د اړونده ادارو سره د ترسره شویو څېړنو د پایلو شریک کولو کنفرانس دائر شو.
چهار شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې پنځمه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له ۸مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت له لوري د اړونده ادارو سره د پایلو شریک کولو کنفرانس کې د طب پوهنځي استادانو او محصلانو له لوري د ترسره شویو څېړنو پایلې شریکې شوې.
د اړوند ادارو سره د پایلو شریک کولو په موخه جوړ شوي کنفرانس کې د پکتیا پوهنتون طب پوهنځي استادانو او محصلانو له لوري په بېلا بېلو ناروغیو د تر سره شویو څېړنو پایلې شریک شوې او پر څېړل شویو موضوعاتو کې یې د ګډونوالو پوښتنو ته لازم ځوابونه هم ورکړل.