د ۱۴۰۱ کال،  چنګاښ ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Wed, Jul 20 2022 1:43 PM
a

د ۱۴۰۱ کال،  چنګاښ ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون د تضمین کیفیت کمېټې ناسته د علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي تر مشرۍ لاندې وشوه.
ناسته کې چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال،  تضمین کیفیت امر پوهنمل دوکتور نورا جان عاطف او د بېلا بېلو پوهنځیو د تضمین کیفیت مسؤلینو برخه درلوده پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
لومړی د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکولو یو شمېر موضوعات مطرح کړل.
وروسته ناسته کې د تضمین کیفیت امریت لخوا له اجنډا سره سم  هغه موضوعات او مسایل د ناستې له ګډونوالو سره شریک شول،  چې مونږ څنګه کولای شو، خپل پوهنتون  له لا ډېر اعتبار او باور څخه برخمن کړو.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS