پکتیا پوهنتون کې ددې پوهنتون، وردګ او پکتیکا لوړو زده کړو موسسو (۱۲) خالي کادري بستونو ته له (۸۱) تنه نوماندانو څخه د لوړو زده کړو وزارت هیئت په شتون کې تخصصي ازموینه واخیستل شوه.

pu_admin
Tue, Feb 04 2025 1:29 PM
wd

پکتیا پوهنتون کې ددې پوهنتون، وردګ او  پکتیکا لوړو زده کړو موسسو (۱۲) خالي کادري بستونو ته له (۸۱) تنه نوماندانو څخه  د لوړو زده کړو وزارت هیئت په شتون کې تخصصي ازموینه واخیستل شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ کال، شعبان په ۵مه، پکتیا پوهنتون کې ددې پوهنتون، وردګ او  پکتیکا لوړو زده کړو موسسو (۱۲) خالي کادري بستونو ته له (۸۱) تنه نوماندانو څخه تخصصي ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې د پیل په مراسمو کې د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د ازموینې برخوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هغوی ته په تخصصي ازموینه کې د ګډون پر مسؤلیت مالومات ورکړل.

ښاغلي حمدي همدارنګه  نوماندانو ته ډاډ ورکړ لکه  څرنګه  چې دوی ته د لوړو زده کړو وزارت د زون په سطحه د تخصصي ازموینو صلاحیت او مسؤلیت ورکړی، غواړي چې په ښه شکل سره دا مسؤلیت ادا او ترسره کړي.

ورپسې د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د تخصصي ازموینو پر طریقه او رویش مالومات له ګډونوالو سره شریک کړل او ورڅخه یې غوښتنه وکړه چې په ازموینه کې د لاس وهنې په اړه دې هیڅ فکر نه کوي.

د یادونې وړ دی، چې پکتیا پوهنتون اوس د زون سربېره د یو شمېر نورو امارتي او خصوصي پوهنتونونو د کادري ازموینو مسؤلیت او صلاحیت پر غاړه لري، چې ورته مسلکي کادرونه جذب کړي.

Latest news

Sun, Mar 16 2025 1:21 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۶ کال، رمضان میاشتې په ۱۶مه، د پکتیا پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

ناسته کې چې د. . .

Sun, Mar 16 2025 1:16 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون سرسبزي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون  سرسبزي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

شنبه د ۱۴۴۶ کال، رمضان میاشتې ۱۵مه، د پکتیا پوهنتون د سرسبزي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

ناسته کې چې د پوهنتون مالي او اداري چارو. . .

Mon, Mar 10 2025 1:57 PM
Background image

د لوړو زده کړو وزارت څخه د علمي اثارو او مونوګراف لیکلو سلګونه ټوکه لارښودونه پکتیا پوهنتون ته راوړل شول.

د لوړو زده کړو وزارت څخه د علمي اثارو او مونوګراف لیکلو سلګونه ټوکه لارښودونه پکتیا پوهنتون ته راوړل شول.

د لوړو زده کړو وزارت د تالیف، ترجمې او څېړنې ریاست له لوري شپږ لارښودونه چې (د. . .

BACK TO NEWS