د ۱۴۰۱ کال، سلواغې څلورمه،پکتیا پوهنتون

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۴:۵۳
a

د ۱۴۰۱ کال، سلواغې څلورمه،پکتیا پوهنتون
د علمي شورا ناسته ددې پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې دائره شوه.
ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، امرینو او استادانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د مولوي محمد خان روحاني له لوري دقرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
ورپــسې د پوهــنتون رئیس پوهـــنمل عبیــــدالله اخندزاده د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هغوی ته په چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه.
نوموړي د کیفیت لوړولو په موخه یو شمېر مسائل په شورا کې مطرح کړل، چې په اساس یې وکولای شي، د پوهنتون په معیار لوړولو کې ورسره پوره مرسته وکړي.
وروسته ناسته کې  له اجنډا سره سم د ډیپارټمنټونو د چارو پر انسجام، د استادانو پر تقرر،  ترفېعاتو او یو شمېر نورو مسائلو بحث وشو او د ځینو موضوعاتو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۴:۷
Background image

د ۱۴۴۵ کال، صفرالمظفر ۱۷مه، پکتیا پوهنتون

د اصلاحي بیانونو لړۍ

د پکتیا پوهنتـــون د دعـــــوت او ارشاد امریت له لوري له اداري کارمندانو سره د دیني موضوعاتو د تشریح او اصلاحي بیان په موخه ځانګړې ناسته وشوه.

د دعوت او ارشــــاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۸:۵۸
Background image

د ۱۴۰۲ کال، زمري ۱۵مه، پکتیا پـــوهنتون

د ۱۴۰۲ کال، زمري ۱۵مه، پکتیا پـــوهنتون

د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال په پوهنځیو کې د زده کړیالانو له درسي بهیر څخه لېدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۸:۵۲
Background image

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس خبرتیا

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس خبرتیا!

لکه څرنګه چې اقتصاد د یوېشتمې پېړۍ له اساسي ضرورتونو څخه ګڼل کیږي او په نړیواله کچه هیوادونه او ملتونه غواړي له یوه غوره اقتصاد څخه چې. . .

BACK TO NEWS