د ۱۴۰۱ کال، سلواغې څلورمه،پکتیا پوهنتون

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۴:۵۳
a

د ۱۴۰۱ کال، سلواغې څلورمه،پکتیا پوهنتون
د علمي شورا ناسته ددې پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې دائره شوه.
ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، امرینو او استادانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د مولوي محمد خان روحاني له لوري دقرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
ورپــسې د پوهــنتون رئیس پوهـــنمل عبیــــدالله اخندزاده د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هغوی ته په چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه.
نوموړي د کیفیت لوړولو په موخه یو شمېر مسائل په شورا کې مطرح کړل، چې په اساس یې وکولای شي، د پوهنتون په معیار لوړولو کې ورسره پوره مرسته وکړي.
وروسته ناسته کې  له اجنډا سره سم د ډیپارټمنټونو د چارو پر انسجام، د استادانو پر تقرر،  ترفېعاتو او یو شمېر نورو مسائلو بحث وشو او د ځینو موضوعاتو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۱۳:۳۷
Background image

د ۱۴۰۲ کال، حمل ۷مه، پکتیا پوهنتون

دوشنبه په پکتیا پوهنتون کې د ۳۱۳۰۰۰ افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رایستلـو سولر سیــستم جوړ او ګټـــې اخیســـتنې ته وسپارل شو. د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده دا او دې ورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۹:۲
Background image

د ۱۴۰۱ کال، حمل ۶ مه، پکتیا پوهنتون

پکتیا پوهنتـــــون کې د رهــبري شورا  نوبـــتي ناستـــه ددې پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبري لاندې دائره شوه.

ناسته کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، بېلا. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۱:۴۵
Background image

د ۱۴۰۱کال، کب ۲۲مه، پکتیا پوهنتون

پکتیا پوهنتون کې نویو ګمارل شویو استادانو ته د مسلکي پراختیا مرکز له لوري درې ورځنی ورکشاپ دائر شو.

په دغه ورکشاپ کې چې د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده او مرستیالانو سربېره. . .

BACK TO NEWS