د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي څخه (۱۷۹) تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

pu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۴۶
askb

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي څخه (۱۷۹) تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

 شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۱۳مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له (۱۵)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي له دریو څانګو څخه (۱۷۹) تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

په جوړ شویو مراسمو کې چې د ولایتي ادارې مسؤلینو، د پکتیا پوهنتون مرستیالانو، د پوهنتون استادانو، فارغ التحصیل محصلینو او راغلو مېلمنو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي رئیس پوهنیار رحمت الله ابراهیمي  د ناستې برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو وینا وکړه.

ښاغلي ابراهیمي همدارنګه د پوهنتون رهبري، استادانو، فارغ التحصیل محصلانو او راغلو مېلمنو ته د فراغت په ویاړ د مبارکي ویلو ترڅنګ د انجنیري پوهنځي پر کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو باندې د غونډې له برخوالو سره مالومات شریک کړل.

 ورپسې د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د خبرو او وینا پر مهال فارغ التحصیل محصلان وهڅول چې څو کلنه خواري او تکلیفونه مو باید یوازې د سند تر لاسه کولو پورې محدود ونه اوسیږي، بلکې هیله دا دی، چې تاسو ټول ټولنې، نـ ـظام او ولس ته ریښتونی خدمت وکړئ.

وروسته همدارنګه د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب محمد خان روحاني د خبرو او وینا پر مهال فارغ التحصیل محصلان خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته چې یې لري، متوجې کړل او هیله یې څرګنده کړه، هغه مسؤلیتونه چې فارغ التحصیل محصلان یې په راتلونکي کې لري، ورته پوره متوجې و اوسیږي.

وروسته یو شمېر نورو ویناوالو د استادانو، والدینو، راغلو مېلمنو او فارغ التحصیل محصلانو په نماینده ګي خبرې او ویناوې وکړې، چې تر ډېره یې له خبرو او ویناوو څخه هدف نورو لوړو زده کړو ته د فارغ التحصیل محصلانو هڅول و.

 د یادونې وړ دی، چې سږ د  ۱۴۰۴ ه ش کال د فراغتونو په لړ کې د انجنیري پوهنځي له دریو ګونو څانګو سیول، مهندسي، برق او الکترونیک څانګو څخه (۱۷۹) تنه محصلین فارغ شول

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۲۱
Background image

د پکتیا پوهنتون کادري روغتون ته د ورځې تر دريو سوو پورې ناروغان د درملنې په موخه راځي.

د پکتیا پوهنتون کادري روغتون ته د ورځې تر دريو سوو پورې  ناروغان د درملنې په موخه راځي.

د دې روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب په خبره  دوی پر بېلا بېلو برخو کې ناروغانو او ناروغ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۴:۱۳
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

پکتیا پوهنتون طب پوهنځي  د لومړي ځل لپاره په لاندې ذکر شوې څانګه کې د دوکتورا، ماسټرۍ او لیسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.

طب پوهنځي:

 اور. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې محصلینو د افغان ملي شهرک جوړ کړی موډل نندارې ته وړاندې کړ. دوشنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادی الثاني میاشتې په ۲۱مه، د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې محصلینو د افغان ملي شهرک جوړ کړی موډل نندارې ته وړاندې کړ.

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي مهندسي څانګې محصلینو د افغان ملي شهرک جوړ کړی موډل نندارې ته وړاندې کړ.

دوشنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادی الثاني میاشتې په ۲۱مه، د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي. . .

BACK TO NEWS