نن سه شنبه چې د ۱۴۰۰/۲/۱۴ نېټې سره سمون خوري، پکتيا پوهنتون کې د پوهنځيو د ريئسانو، آمرينو او استادانو لپاره بيا ځلي د ستراتيژيک پلان جوړونې سيمينار ارأيه شو

pu_admin
Sat, May 08 2021 11:18 AM
p

نن سه شنبه چې د ۱۴۰۰/۲/۱۴ نېټې سره سمون خوري، پکتيا پوهنتون کې د پوهنځيو د ريئسانو، آمرينو او استادانو لپاره بيا ځلي د ستراتيژيک پلان جوړونې سيمينار ارأيه شو. ياد سيمينار د قرانکريم په مبارکو اياتونو پېل او ورپسې د پکتيا پوهنتون علمي چارو مرستيال دوکتور عبدالله احمدي د سيمينار د پرانيستې وينا وکړه. سيمينار د استاد محمد سرور شهاب لخوا د سهار لس بجې پېل او غرمه دولس نيمې بجې پای ته ورسېد. په ياد سيمينار کې د پوهنتون رهبري، پوهنتون د تضمين کيفيت کمېټه، د پوهنتون ستراتيژيک پلان جوړونې کمېټې او مختلفو پوهنځيو اعضأ ګډونوال وو. ياد سيمينار کې په اړونده مهمو موضوعاتو بحث وشو او د ګډونوالو ټولې پوښتنې پکې ځواب شوې.
اداره

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS