د ۱۴۰۰ کال، کب ۱۶ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Fri, Mar 11 2022 12:01 PM
aa

د ۱۴۰۰ کال، کب ۱۶ مه، پکتیا پوهنتون

نن دوشنبه د انجینري پوهنځۍ د مرحوم استاد پوهنیار عبدالحلیم ادم خېل د فاتحې او ختم مراسم د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې ترسره شول.

د فاتحې په دغو مراسمو کې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده، فوق العاده استازي قاضي عبدالواحد همت، علمي مرستیال سیف الرحمن روهي، محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي، اداري مرستیال سیف الله محمدي، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو برخه درلوده.

د یادونې وړ ده، چې استاد ادم خیل څو میاشتې وړاندې په لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پیښې له کبله ژوند له لاسه ورکړ.

روح دې ښاد او یاد دې تل وي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS