پکتیا پوهنتون کې د پلان او احصایې عمومي مدیریت له لوري د دعوت او ارشاد آمریت او د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ دپلان جوړونی نوی فارمت سیمینار دایرشو.

pu_admin
Thu, Feb 20 2025 9:31 AM
pap

پکتیا پوهنتون کې د پلان او احصایې عمومي مدیریت له لوري  د دعوت او ارشاد آمریت او د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ  د مسلکي پرمختیا مرکز په تالار کې د پکتیا پوهنتون او عبدالله بن مبارک رحمة الله علیه دیني جامعې اداري کارمندانو ته د پلان جوړونې په اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله د (۳۷۷۵/۹۵۱) ګڼې حکم د تطبیق او د پلان جوړونې له نوي فارمټ سره  چې له حکم سره یو ځای پوهنتون ته رسېدلی د بلدتیا په موخه  یو ورځنی سمینار دائر شو.

جوړ شوی سمینار چې د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شو، لومړی د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب محمد خان روحاني له شرعي اړخه د پلان جوړونې پر ارزښت او آهمیت مالومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

ورپسې د پلان او احصایې عمومي مدیر عبدالوکیل احمدزي له لوري د پلان جوړونې پر نوي فارمټ  او د پلان درلودلو پر اهمیت جوړ شوی پریزینټېشن ارایه او د ګډونوالو پوښتنو ته یې لازم ځوابونه ورکړل.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS