د پکتیا پوهنتون اړوند ښوونې او روزنې پوهنځي د علمي څېړنو کمېټې له لوري ددې پوهنځي استادانو ته د (څېړونکو ته په رسمي او علمي ویب پاڼو کې د نوم لېکنې) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار دائر شو.

pu_admin
Wed, Aug 13 2025 1:49 PM
abc

د پکتیا پوهنتون اړوند ښوونې او روزنې پوهنځي د علمي څېړنو کمېټې له لوري ددې پوهنځي استادانو ته د (څېړونکو ته په رسمي او علمي ویب پاڼو کې د نوم لېکنې) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار دائر شو.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې  ۱۸مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له ۲۱مې، سره سمون لري،   د پکتیا پوهنتون اړوند ښوونې او روزنې پوهنځي د علمي څېړنو کمېټې له لوري ددې پوهنځي استادانو ته د (څېړونکو ته په رسمي او علمي ویب پاڼو کې د نوم لېکنې) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار دائر شو.

په جوړ شوي یو ورځني سمینار کې چې د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند رهبري او استادانو برخه درلوده، پيل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنمل زاهد الرحمن زاهد خبرې او وینا وکړه او د جوړ شوي سمینار پر ارزښت او اهمیت باندې یې هم له برخوالو سره مالومات شریک کړل.

ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د استاد او  علمي څېړنو کمېټې د غړي پوهنمل ډاکټر عتیق الله سلطاني  له لوري استادانو ته ترتیب شوی سمینار ارایه او د سمینار اړوند موضوعاتو باندې یې د برخوالو پوښتنو ته لازم ځوابونه هم ورکړل.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS